د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان د امريكې نوموړو پوهنتونونو دوره٬ځوانانو لپاره تعليمي مرستې او د مهارتونو په وده اتفاق

  واشنګټن24  جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان د امريكې درېو نوموړو پوهنتونونو٬يونيورسټي آف شكاګو٬يونيورسټي آف الينوائے شكاګو(يو آئي سي)او ډي پال يونيورسټۍ دوره كړی۔د دې دورې مقصد اعلٰی تعليم٬ د ځوانانو پرمختګ٬تحقيق٬جدت او  د مهارتونو ودې  په اړه مرسته لا قوي كولو او د پاكستان ځوانانو لپاره  نوې موقعې راپېدا كول وو۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم يوتھ پروګرام لخوا جاري شوي …

 

واشنګټن24  جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمېن رانا مشهود احمد خان د امريكې درېو نوموړو پوهنتونونو٬يونيورسټي آف شكاګو٬يونيورسټي آف الينوائے شكاګو(يو آئي سي)او ډي پال يونيورسټۍ دوره كړی۔د دې دورې مقصد اعلٰی تعليم٬ د ځوانانو پرمختګ٬تحقيق٬جدت او  د مهارتونو ودې  په اړه مرسته لا قوي كولو او د پاكستان ځوانانو لپاره  نوې موقعې راپېدا كول وو۔د جمعې په ورځ د وزيراعظم يوتھ پروګرام لخوا جاري شوي بيان له مخې يونيورسټي آف شكاګو كښې چيئرمېن رانا مشهود احمد خان د ګلوبل انيشي ايټوز اينډ سټريټجي ايسوسي ايټ وائس پريزيډنټ كيټي برينياك سره ملاقات وكړو ۔په ملاقات كښې ډيجيټل مهارتونو٬د قائدانه صلاحيتونو٬كاروباري موقعو٬كيريئر جوړولو او پاكستانو ځوانانو لپاره د مختصر مودې تربيتي پروګرامونو كښې په مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔چيئرمېن رانا مشهود هغه د وزيراعظم يوتھ پروګرام بيلو اقداماتو نه هم خبر كړو د كوم مقصد چې د ځوانانو د تعليم٬هنر٬روزګار او كاروباري موقعو د لارې خپلواكه جوړول دي۔دواړو لخوا سباؤن كښې شريكو پروژو او تعليمي مرستې ته ودې وركولو  له خوښۍ څرګنده كړه۔يونيورسټي آف الينوائے شكاګو(يو آئي سي)كښې چيئرمېن رانا مشهود احمد خان  عبوري ايګزيكټو ډين كالج آف ميډيسن ډاكټر ميډيسن ډاكټر اينريكو بينيډيټي او د ګلوبل انګيجمنټ لپاره عبوري وائس پرووسټ ډاكټر جيمز(جم)هيمرشمټ سره ملاقات وكړو ۔په دې موقع ده د يونيورسټي روبوټك سرجري ليبارټي هم دوره وكړه چرته چې هغه د روبوټك سرجري٬د اعضا پيوندكارۍ او جديد طبي ټېكنالوجيز كښې د شوي پېشرفت نه خبر كړے شو ۔په ملاقات كښې طبي تعليم٬ډيجيټل هېلتھ٬تحقيق٬جدت او د ځوانانو مهارتونو ودې په څانګو كښې د مرستې په امكانات د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ډي پال يونيورسټۍ كښې چيئرمېن رانا مشهود احمد خان د يونيورسټۍ صدر ډاكټر رابرټ ايل مينويل سره ملاقات كړو ۔په دې ملاقات كښې د اعلٰی تعليم٬ د ځوانانو پرمختګ٬ ډيجيټل مهارتونو٬ په كيريئر جوړولو٬ دقائدانه صلاحيتونو٬كاروباري تربيت٬آن لائن تعليم٬تعليمي تبادلو٬د رهنمائي(منټورشپ)او د اداره جاتي مرستې په بيلو اړخونو خبرې وشې۔چيئرمېن رانا مشهود احمد خان په دې موقع د پاكستان او پال يونيورسټۍ ترمينځه مضبوطېدونكو  تعليمي روابط هم ذكر وكړو۔ده ووئيل  پاكستان ډي پال يونيورسټۍ ته  زده كوونكي لېږونكے دوهم لوي هيواد دے او د نړيوال انډرګريجويټ زده كونكو په اړه په وړومبې لمبر دے۔ده ووئيل چې 22-2021 كښې  د پاكستانو زده كوونكو شمېره 93 وه كومه چې كال 26-2025 كښې  221 ته رسېدلې۔د دورې په مهال رانا مشهود احمد خان  ډي پال يونيورسټۍ كښې پاكستانو زده كوونكو سره هم ملاقات وكړو۔په خپلو خبرو كښې چيئرمېن رانا مشهود احمد خان ووئيل  د پاكستان حكومت ځوانانو لپاره د نړيوال معيار تعليمي شراكتدارۍ زياتولو لپاره عزم لري۔

مزید خبریں