مقبوضه بېت المقدس۔ 24 جولائي (اے پي پي) اسرائيل د فټ بال هغه 12 لوبغاړي عسكريت خوښي ګرځولي دي كوم چې د غزه په جنګ كښې وژلې شوي وو ٬ په هغوي كښې د فيفا رجسټرډ يو يفري هم شامل ؤ ۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ايف پي تر مخه د فلسطين د فټ بال ايسوسي ايشن عهدېدار دا تورونه رد كړې دي ۔ د اسرائيلي پوځ …
اسرائيل په بريد كښې د فټ بال شهيد شوي 12 فلسطنيان عسكريت خوښي وګرځول٬ د پي ايف اے په سختۍ سره ترديد

مزید خبریں
مقبوضه بېت المقدس۔ 24 جولائي (اے پي پي) اسرائيل د فټ بال هغه 12 لوبغاړي عسكريت خوښي ګرځولي دي كوم چې د غزه په جنګ كښې وژلې شوي وو ٬ په هغوي كښې د فيفا رجسټرډ يو يفري هم شامل ؤ ۔ د فرانسوي خبر رسنې ادارې اے ايف پي تر مخه د فلسطين د فټ بال ايسوسي ايشن عهدېدار دا تورونه رد كړې دي ۔ د اسرائيلي پوځ وېنا ده د دې كسانو نامې ځكه جاري كړې كېږي چې د هغه دروغجنو ادعاګانو ځواب وركړے شي چې پكښې وئېلې شوي چې اسرائيل په قصد د فټ بال لوبغاړي په نخښه كړل ۔ د بيان تر مخه د اسرائيل پوځ اوس هغه د فلسطيني فټ بالرز ٬ رېفرېز او كوچز شناخت كوي كوم چې د بې ګناه په حېث وړاندې كړې شوي خو په حقيقت كښې هغوي د حماس او اسلامك جهاد په عسكري څانګو كښې كار كولو۔ د پوځ د اړخه دا هم وئېلې شوي دي چې په دغه كسانو كښې څه په وسله والو ډلو كښې په مهمو چوكو فائز وو او نور د جنګ په كاروائيو كښې برخه اغستوونكې اهلكار وو٬ چې پكښې د يو نوم د محمد سميع محمد خطاب شامل ؤ د چا په حقله چې د اسرائيل پوځ وېنا ده چې د هغه پېژندګلي د فيفا انټرنېشنل اسسټنټ رېفري په توګه شوې ده۔ بيان تر مخه محمد سميع محمد خطاب په حقيقت كښې په سېنټرل كېمپس بريګېډ كښې د يو عسكريت پسند په حېث كار كولو۔ د اسرائيل پوځ د اړخه د هغه درې عكسونه هم جاري كړې شوي چې پكښې په يو كښې هغه په فيفا او اېشين فټ بال كنفېډرېشن كښې د لوګو جرسي اغوستې ده ۔ په بل كښې هغه تور شرټ او په كېپ كښې ښكاري او په درېم عكس كښې هغه يو ټوپك نيولے دے۔ د پوځ وېنا ده د ايشين فټ بال كنفېډرېشن پشمول مختلف د فتبال تنظيمون د هغه په وژنه د غمرازۍ پېغامات جاري كړې وو۔ دا هم وئېلې شوي دي چې په دغه 12 كسانو كښې د لږ نه لږ دوو د 7 اكتوبر په بريد كښې برخه اغستې وه ۔ بل پلو د فلسطين فټ بال اېسوسي اېشن دغه ټور تورونه رد كړي دي۔ د اېسوسي ايشن يو عهدېدار د امنيت وجوهات له امله د نامې نه څرګندولو سره وېنا وه چې اسرائيل د لوبغاړو ٬ كوچز ٬ رېفريز او د منتظيمينو د وژلو جرم پټولو لپاره د دروغو تورونه لګوي ۔ د هغوي په جاري كړو نومونو كښې زياتره هغه خلق دي څوك چې پخپلو كورونو يا خيمو كښې د اسرائيل د بمبارۍ ښكار شوي يا په چهاپو كښې د كورنيو پشمول وژلې شوي دي۔










