پاكستان د موسمياتي بدلونونو مخ نيوي لپاره تعميري نړيوالې موسمياتي سفارت كارۍ او د مرستې ودې له عزم لري۔ډاكټر مصدق ملك

  شاماخي٬ آذربائيجان 24 جولائي (اے پي پي)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي پاكستان د موسمياتي بدلونونو مخ نيوي لپاره تعميري نړيوالې موسمياتي سفارت كارۍ او د نړيوالې مرستې زياتولو له عزم لري۔د موسمياتي بدلون وزارت له مخې ده دا خبره د آذربائيجان شاماخي ښار كښې  د ملګرو ملتونو موسمياتي كنفرنس(كوپ 31) چمتوالي په لړ كښې راجوړ كړې شوي هيډز آف ډيلييګيشنز ريټريټ …

 

شاماخي٬ آذربائيجان 24 جولائي (اے پي پي)د موسمياتي بدلون او ماحولياتي همغږۍ وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك وئېلي دي پاكستان د موسمياتي بدلونونو مخ نيوي لپاره تعميري نړيوالې موسمياتي سفارت كارۍ او د نړيوالې مرستې زياتولو له عزم لري۔د موسمياتي بدلون وزارت له مخې ده دا خبره د آذربائيجان شاماخي ښار كښې  د ملګرو ملتونو موسمياتي كنفرنس(كوپ 31) چمتوالي په لړ كښې راجوړ كړې شوي هيډز آف ډيلييګيشنز ريټريټ كښې ګډون او  د بيلو هېوادونو اعلٰی چارواكو سره د ملاقاتونو په مهال كړی۔ريټريټ په مهال د شريكو هېوادونو استازو   د كوپ 31 ترجيحات٬ تګلارې او مهمو چارو په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه۔ريټريټ د ملګرو ملتونو د راتلونكې موسمياتي كنفرنس كوپ 31  چمتوالي نيولو  په لړ كښې شوے كوم به چې نومبر 2026 كښې د تركيې انطاليه ښار كښې كيږي۔ د ريټريټ په موقع وفاقي وزير ډاكټر مصدق ملك د آذربائيجان نائب خارجه وزير يلچن رفييف٬ د تركيې د ماحوليات٬شهري آباد كارۍ او موسمياتي بدلون نائب وزير فاطمه ورنك او د كينيا د ماحوليات٬موسمياتي بدلون او د ځنګلات وزارت د كابينې سېكرټري ډاكټر ډيبورا ايم باراسا سره ملاقاتونه كړي۔د كينيا پلاوي سره  د ملاقات په مهال ډاكټر مصدق ملك د مارګله هلز نېشنل پارك لپاره د يو نوې وژن جوړولو او د اسلام آباد وائلډ لائف مينجمنټ بورډ بيا د سره فعاليت په اړه تفصيلي خبرې وكړې۔ د آذربائيجان نائب خارجه وزير مسټر يلچن رفييف سره د ملاقات په مهال ډاكټر مصدق ملك  د موسمياتي سفارتكارۍ سباؤن او د كوپ 31 تګلارې ترجيحات په اړه د خيالاتو څرګندونه وكړه ۔دواړو لخوا د شريكې مرستې او ملاتړ عزم سره د نړيوال فورمز په موسمياتي چارو د مرستې لا قوي كولو ته اتفاق راغلو ۔وفاقي وزير د پاكستان وزيراعظم لخوا د آذربائيجان صدر او وړومبۍ ميرمن لپاره د نيكو هيلو او د مباركۍ جذبات ورسول۔دغسې د آذربائيجان نائب خارجه وزير هم د پاكستان قيادت او اولس لپاره د نيكو هيلو څرګندونه وكړه ۔ډاكټر مصدق ملك د تركيې د ماحوليات٬شهري آبادكارۍ او موسمياتي بدلون نائب وزير فاطمه ورنك سره هم ملاقات وكړو چې پكښې د موسمياتي اقدامات ودې لپاره د پاكستان او تركيې ترمينځه په مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه

مزید خبریں