هند دې د كشمير مسئلې امناكه حل لپاره ګامونه واخلي٬د  اباسين اوبه د 240 جنګي وسلې په توګه كارول نه دي پكار۔پاكستان

  ملګري ملتونه 24 جولائي (اے پي پي)پاكستان د هند تورونه بې بنسټه او ګمراه كونكې ګرځولو سره په دې خبره زور راوړے چې  د سلامتي كونسل قرارداد 2788  باندې عملدرآمد٬د خپلو لوظ نامو  او لوظونو پاسداري او د كشمير مسئلې امناكه حل لپاره اقدامات وكړي دغسې چې سوئېلي آسيا كښې تل پاتې امن لپاره لاره هواره شي۔دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مشن قونصلر صائمه سليم …

 

ملګري ملتونه 24 جولائي (اے پي پي)پاكستان د هند تورونه بې بنسټه او ګمراه كونكې ګرځولو سره په دې خبره زور راوړے چې  د سلامتي كونسل قرارداد 2788  باندې عملدرآمد٬د خپلو لوظ نامو  او لوظونو پاسداري او د كشمير مسئلې امناكه حل لپاره اقدامات وكړي دغسې چې سوئېلي آسيا كښې تل پاتې امن لپاره لاره هواره شي۔دا خبره په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل مشن قونصلر صائمه سليم 15كسيزه سلامتي كونسل كښې د هند  استازي بريش پرواتهنيني بيان په ځواب كښې كړې۔هندي استازي په يو اين سكيورټي كونسل كښې د پاكستان مستقل استازې عاصم افتخار احمد خطاب(چې پكښې د قرارداد 2788 حواله وركړې وه او په دې لړ كښې د سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د جمو او كشمير مسئلې امناكه حل لپاره يې د پاكستان د عزم پخلے كړے  ؤ )ځواب وركولو سره وئېلي وو چې پاكستان دې خپل دننه مسئلو ته پام وكړي او جمو و كشمير يې د هند ناقابل تنسيخ برخه ګرځولې وه ۔پاكستاني قونصلرې سلامتي كونسل كښې د هند استازي  په بيان غبرګون كښې ووئېل د آزاد جمو او كشمير او د هند غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير صورتحال كښې ښكاره فرق دے۔دې ووئيل  آزاد جمو وكشمير كښې اولس په آزادۍ سره ژوند تېروي٬سياسي عمل كښې برخه اخلي او د خپلې رائے اظهار كولې شي او د هند غېر قانوني تسلط لاندې جمو و كشمير كښې اختلاف رائے د پښو لاندې كېږي٬په زرګونو كسان په حراست كښې دي٬ماورائے عدالت قتلونه كېږي ٬جبري ګمشدګۍ٬ جنسي تشدد٬ د آبادۍ تناسب كښې بدلون او  د حق خود اراديت څخه محرومۍ  غوندې اقدامات روان دي۔دې د هند استازي ته ووئيل  زه تاسو ته دريادوم چې د سلامتي كونسل قراردادونو موده نه ختميږي٬صائمه سليم  د سندھ طاس لوظ نامې معطل كولو د هند  پريكړه يو اړخيزه او غېر قانوني  ګرځولو سره ووئېل   د اباسين اوبه  د پاكستان  د 240 ملين اولس لپاره د ژوند علامت دے دا د جنګي وسلې په توګه كارول نه دي پكار۔د هند لخوا دا ډول غېر ذمه واره طرز عمل  د ټولې سوئېلي آسيا امن او سلامتيا په خطر كښې اچولې شي

مزید خبریں