انډس راس ايکسپو 2026  کامياب ٶ، د پاکستان د معيشت سباٶن د مصنوعي ځېركتيا ، روبوټکس او آټوميشن سره تړلے دے۔ شزا فاطمه خواجه

  اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وئيلي دي  انډس راس ايکسپو 2026 ډير کامياب ٶ٬ په نړيوال معيشت كښې  د مسابقت په ځاے ساتلو لپاره به پاکستان له روايتي صنعتونه په جديد آټوميشن، مصنوعي ځېركتيا (AI)، روبوټکس او اتومېتك نظامونو سره سمول وي۔ دا خبرې دې د جمعې په ورځ راس (روبوټکس او خپلواكه نظامونه) ايکسپو 2026 …

 

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د انفارميشن ټيکنالوجي و ټيلي کميونيکيشن وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه وئيلي دي  انډس راس ايکسپو 2026 ډير کامياب ٶ٬ په نړيوال معيشت كښې  د مسابقت په ځاے ساتلو لپاره به پاکستان له روايتي صنعتونه په جديد آټوميشن، مصنوعي ځېركتيا (AI)، روبوټکس او اتومېتك نظامونو سره سمول وي۔ دا خبرې دې د جمعې په ورځ راس (روبوټکس او خپلواكه نظامونه) ايکسپو 2026 په پائې كښې كړې۔ دې ووئيل  په انډس راس ايکسپو 2026 كښې د شل زره نه زياتو كسانو ګډون كړے٬ دغسې وفاقي وزيرې د منتظمينو، ګډون كوٶنكو، صنعتي ادارو، پوهنتونونو، ميډيا او د ټولو مرستيالو ادارو مننه وكړه۔ دې ووئيل  نړۍ په تندۍ سره صنعتي معيشت څخه نالج اکانومي پلو منتقل كېږي، چرته چې مصنوعي ځېركتيا، بلاک چين، روبوټکس، اټومېتك نظام او نور جديد ټيکنالوجيز د ترقۍ بنيادي ذريعې جوړې شوې دي۔ دې ووئيل  كه پاکستان له خپل معيشت د سباون تقاضو له مخې مضبوطول وي نو يوازې په ټيکسونو كښې كمے يا د بجلۍ ارزانول به كافي نه وي بلكې قامي صنعت به كښې به جديد آټوميشن او ډيجيټل ټيکنالوجي خپلول وي۔۔ دې ووئيل د ايکسپو مقصد يوازې د جديد ټيکنالوجي نندارتون نه بلكې د پاكستان قامي صلاحيتونه نړۍ ته وړاندې كول وٶ٬ دې مقصد لپاره اوپن انويټيشن وركړے شو، چې په ځواب كښې ئې د 500 نه زيات درخواستونه راغلي چې پكښې 54 کمپنو او 10 اسټارټ اپس ته د خپلو څيزونو او ټيکنالوجۍ وړاندې كولو موقع ترلاسه شوه۔ په دې موقع دې ووئيل  حکومت د صنعت، پوهنتونونو او ځوانانو ترمېنځه په مضبوطو روابطو جوړولو كار كوي دغسې چې تحقيق، اختراع او صنعتي ضرورتونه يو بل سره وتړلې شي او دې سره سره ځوانانو له روبوټکس، مصنوعي ځېركتيا، انجينئرنګ او په جديد ټيکنالوجيز كښې د کيريئر موقعو څخه خبرتيا لپاره بېل پروګرامز هم پېل كوٶ٬ دې زياته كړه چې دوه ورځنۍ ايکسپو كښې روبوټکس، اټومېټك نظام، دفاعي ټيکنالوجيز، مصنوعي ځېركتيا، صنعتي آټوميشن او د نورو جديد څانګو په اړه يو شمېر سيمينارز، پينل مباحثې، پاليسي ډائيلاګز او تربيې ناستې شوي چې پكښې پوهانو، صنعتکارو، پوهنتونونو او سرکاري ادارو بشپړه ګډون كړے٬ په پائي كښې شزا فاطمه خواجه د دې عزم څرګندونه وكړه چې حکومت به په سباون كښې داسې ايونټ كول دومداره ساتي  چې دغسې پاکستان د روبوټکس، مصنوعي ځېركتيا او د جديد ټيکنالوجۍ په مېدان كښې مضبوط او يو د صلاحيت لرونكې هېواد په توګه رامخې ته شي

مزید خبریں