برسلز۔24 جولئاي (اے پي پي) اروپائي ائتلاف د روس خلاف د بندېزونو د 21 م پېكج توثيق وكړو۔ د العربيه اردو تر مخه د ائتلاف يو سفارتكار وئېلي دي د تنظيم سفيرانو د دې نوي اقدامات توثيق كړے دے كومو ته چې د 27 غړو هېوادونو د رسمي منظوري ضرورت پاتي دے ۔ په دې پېكج كښې د روس مالياتي او د توان څانګې هدف ګرځولې شوي دي ۔ …
اروپائي ائتلاف د روس خلاف د بندېزونو د 21 م پېكج توثيق وكړو
برسلز۔24 جولئاي (اے پي پي) اروپائي ائتلاف د روس خلاف د بندېزونو د 21 م پېكج توثيق وكړو۔ د العربيه اردو تر مخه د ائتلاف يو سفارتكار وئېلي دي د تنظيم سفيرانو د دې نوي اقدامات توثيق كړے دے كومو ته چې د 27 غړو هېوادونو د رسمي منظوري ضرورت پاتي دے ۔ په دې پېكج كښې د روس مالياتي او د توان څانګې هدف ګرځولې شوي دي ۔ سفارت كار ووئېل د نوو ګامونو تر مخه د روس د فوسل آمدن محدود كولو په هڅه كښې د روسيه تيلو برآمدات لپاره د نړيوالې بيعې د حد خوكاره بدلون به تر يو كال ځنډولې شي۔ د تېلو د بيعې د حد اطلاق په هغه روسي تيلو كېږي كوم چې د ائتلاف نه بهر هېووادونو لكه هند ٬ چين ٬ او په تركيه خرڅولې كېږي۔ د اروپائي كمېشن صدر ارسلا وان ډيئرلېئن ووئېل د روسيه د تېلو د بيعې حد ترميم تر يو كال ځنډول دي كوم چې د اروپائي ائتلاف د 21 م پېكج برخه دے د كوم چې منظوري وركړې شوې ده او دا خبره باوري كوي چې د روس جنګي مشن د بازار د جړقونو نه ګټه پورنه نه كړي۔ هغه ووئېل په دې پېكچ كښې د ائتلاف د وركړې راكړې د بندېز فهرست كښې 32 د روسيه بانكونه ٬ كرپتو كرنسي كمپني او د تېلو تجارت د پلېټ فارم زياتوالے هم شامل دے۔










