دھتوټ/ فتح پور تھکياله 24 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو سلاحكار رانا ثناء الله خان وئيلي دي حکومت د اولسي مسئلو حل لپاره په غنمو د سبسډي وركولو پشمول يو شمېر اقدامات كړي٬ د آزاد كشمير اولس آزادۍ لپاره لازواله قربانۍ وركړې دي او په مقبوضه جمو و کشمير كښې د تېرو څو لسيزو راهسې د ظلم او جبر سلسله روانه ده۔ ده دا خبرې …
حکومت د اولسي مسئلو حل لپاره په غنمو د سبسډي پشمول يو شمېر اقدامات كړي۔ رانا ثناء الله
دھتوټ/ فتح پور تھکياله 24 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم د سياسي چارو سلاحكار رانا ثناء الله خان وئيلي دي حکومت د اولسي مسئلو حل لپاره په غنمو د سبسډي وركولو پشمول يو شمېر اقدامات كړي٬ د آزاد كشمير اولس آزادۍ لپاره لازواله قربانۍ وركړې دي او په مقبوضه جمو و کشمير كښې د تېرو څو لسيزو راهسې د ظلم او جبر سلسله روانه ده۔ ده دا خبرې د جمعې په ورځ د مسلم ليګ (ن) د ايل اے-9 فتح پور تھکياله كانديد انجينئر عمير نعيم ايډووکيټ د انتخابي كمپائن په لړ كښې دھتوټ كښې اولسي جلسې او شموليتي غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې، چرته چې يو شمېر قبائېلو او ځائي سياسي او سماجي شخصيات د خپلو ملګرو او كورنيو سره په پاکستان مسلم ليګ (ن) كښې د شموليت اعلان وكړو ۔ ده ووئيل پاکستان د کشمير نه غېر نامکمل دے او د مسلم ليګ (ن) قيادت تل د آزاد كشمير پرمختګ ته پام لرنه كړې ۔ ده ووئيل پخواني وزيراعظم نواز شريف پاکستان ته اتومي طاقت وركړے او د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ كښې هېواد د پرمختګ او د اولسي خېرښګرې په سفر روان دے۔ پخوانے وزير سردار فاروق سکندر خان، چوهدري عبدالرحمن آرائيں، ملک حميد، د يوتھ صدر ياسر منشا، سردار طارق محمود او د مسلم ليګ نور مشران هم په دې موقع موجود وٶ۔










