دھتوټ/ فتح پور تھکياله 24 جولائي (اے پي پي) د کشمير ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د پاکستان او کشمير د اولس رشته مضبوطه او نه ختمېدونكې ده، كومه چې څوك كمزورې كولې نشي٬ حكومت د اولسي مسئلو حل لپاره په غنمو د سبسډي پشمول يو شمېر اقدامات كړي ٬ ځوانانو ته وسله نه بلكې تعليم او د ترقۍ موقعې وركولو ته …
د پاکستان او کشمير د اولس رشته څوك نشي كمزورې كولې۔ انجينئر امير مقام
دھتوټ/ فتح پور تھکياله 24 جولائي (اے پي پي) د کشمير ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي د پاکستان او کشمير د اولس رشته مضبوطه او نه ختمېدونكې ده، كومه چې څوك كمزورې كولې نشي٬ حكومت د اولسي مسئلو حل لپاره په غنمو د سبسډي پشمول يو شمېر اقدامات كړي ٬ ځوانانو ته وسله نه بلكې تعليم او د ترقۍ موقعې وركولو ته حکومت پام لرنه كوي۔ وفاقي وزير دا خبرې د جمعې په ورځ د مسلم ليګ (ن) د ايل اے-9 فتح پور تھکياله كانديد انجينئر عمير نعيم ايډووکيټ د انتخابي كمپائن په لړ كښې دھتوټ كښې اولسي جلسې او شموليتي غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړې، چرته چې يو شمېر قبائلو او ځائي سياسي او سماجي شخصيات د خپلو ملګرو او كورنيو سره په پاکستان مسلم ليګ (ن) كښې د شموليت اعلان وكړو ۔ په دستوره كښې د وزيراعظم د سياسي چارو سلاحكار سنېټر رانا ثناء الله٬ چوهدري مدثر آزاد ايډووکيټ، ملک عبدالقيم، ملک شوکت او ملک عبدالرحمن پښمول نور ځائي مشران هم موجود وٶ، امير مقام دھتوټ روډ د جوړولو باور وركړو كه مسلم ليګ (ن) ته موقع ترلاسه شوه نو دا منصوبه به په ترجيحي بنيادونو بشپړولې شي۔ ده ووئيل د فيلډ مارشل عاصم منير په قائدانه صلاحيت كښې د پاك پوځ صلاحيت ټول قام تسليم كړے۔ ده ووئيل د قام اتحاد او د پاك پوځ جذبې ټولې نړۍ ته ښودلې چې مونږ د خپل هېواد په دفاع پوهېږو۔ په دې موقع مسلم ليګ (ن) د ايل اے-9 كانديد انجينئر عمير نعيم ايډووکيټ هم وېنا وكړه۔ پخوانې وزير سردار فاروق سکندر خان، چوهدري عبدالرحمن آرائيں، ملک حميد، د يوتھ صدر ياسر منشا، سردار طارق محمود او د مسلم ليګ نور مشران هم په دې موقع موجود وٶ










