داخله وزير په مستونګ كښې په کامياب آپريشن امنيتي ځواكونو ته پېرزوئنې وړاندې كړې

  اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بلوچستان په ضلع مستونګ كښې د امنيتي ځواكونو لخوا د هند سپانسرډ ترهګرو په ضد په كامياب عملياتو ځوانانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ داخله وزير خپل بيان كښې د څلورو ترهګرو په وژلو د سکيورټي فورسز د اعليٰ وظيفائي صلاحيتونو ستائنې كولو سره ووئيل  فورسز په وخت او موثره کارروائي كولو سره د …

 

اسلام آباد 24 جولائي (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي د بلوچستان په ضلع مستونګ كښې د امنيتي ځواكونو لخوا د هند سپانسرډ ترهګرو په ضد په كامياب عملياتو ځوانانو ته پېرزوئنې وړاندې كړې دي۔ داخله وزير خپل بيان كښې د څلورو ترهګرو په وژلو د سکيورټي فورسز د اعليٰ وظيفائي صلاحيتونو ستائنې كولو سره ووئيل  فورسز په وخت او موثره کارروائي كولو سره د دښمن عناصرو ناوړه عزائم خاورې كړل ۔ محسن نقوي واضحه كړه چې امنيتي ځواكونه په بلوچستان كښې امن و امان لپاره د ترهګرو په ضد  مكمل او موثره کارروائۍ روانې ساتلې دي۔ ده ووئيل د فتنه الهند او فتنه الخوارجو ناوړه اتحاد  په يو صورت  د خوږ هېواد امن نشي تباه كولې۔ ده ووئيل د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې ټول هېواد خپلو مېړنو ځواكونو سره څنګ په څنګ ولاړ دے

مزید خبریں