د فلسطين صدارتي دفتر د اسرائيلي  آبادكارو په مسجد اقصې كښې  د دراندازۍ غندنه وكړه

مقبوضه بېت المقدس۔24 جولائي (اے پي پي)  د فلسطين صدارتي دفتر د اسرائېلي آباد كارو په مسجد اقصې احاطه كښې په زبردستۍ د داخلېدو سختې غندنې كولو سره  دا د تاريخي او قانوني حېثېت بيخي خلاف وزري ګرځولې ده۔  د العربيه اردو تر مخه  د فلسطين صدارتي دفتر بيان كښې وئېلي دي  د اسرائيل وزير ايتا مابن ګوېر او د كنېسټ غړي عاميت  هېليوي په مشرتابه كښې آبادكارو  د مسجد …

مقبوضه بېت المقدس۔24 جولائي (اے پي پي)  د فلسطين صدارتي دفتر د اسرائېلي آباد كارو په مسجد اقصې احاطه كښې په زبردستۍ د داخلېدو سختې غندنې كولو سره  دا د تاريخي او قانوني حېثېت بيخي خلاف وزري ګرځولې ده۔  د العربيه اردو تر مخه  د فلسطين صدارتي دفتر بيان كښې وئېلي دي  د اسرائيل وزير ايتا مابن ګوېر او د كنېسټ غړي عاميت  هېليوي په مشرتابه كښې آبادكارو  د مسجد اقصې په آنګڼ كښې  په داخلېدو  تلمودجي رسومات ادا كړل ٬ كوم چې د تاريخي او قانوي حېثيت بيخي خلاف ورزي ده ۔ بيان كښې وئېلې شوي دي  په مسجد اقصې كښې روان اقدامات يوه خطرناكه اشتعال انګېزي ده ٬ كومه چې د يوې منظمې پالېسي برخه ده ۔  د هغوي مقصد مسجد اقصې كښې نوې زمكيز حقيقت مسلط كول   او په زماني و مكاني بنيادونو د وېشلو هڅه ده۔ د فلسطين  صدارتي دفتر  زور راوړے دے  چې مسجد اقصې يوازې د مسلمانانو د عبادت ځائے دے  او د اسرائيلي قبضې  نه خو په القدس ښار كوم د حاكميت حق شته او نه يې د دې په مقدسات۔ بيان كښې د نړيوالې ورورولۍ څخه غوښتنه شوې چې هغوي خپلې ذمه وارۍ ترسره كړي او اسرائيل د القدس او نورو مقبوضه سيمو  كښې د ټولو خلاف ورزو  او يو اړخيزه اقدامات نه منع كړي۔