كراچۍ۔ 24 جولائي (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري د بلوچستان ترقۍ عمل لا ګړندي كولو په ضرورت زور راوړلو سره وئېلي دي د بلوچستان اولس ته بنيادۍ آسانيو وركولو ته حكومت پام لرنه كوي ۔ د جمعې په ورځ د اېوان صدر مېډيا ونګ نه جاري بيان تر مخه صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د بلوچستان وزيرانو سره بلال هاوس كراچۍ كښې د ملاقات په مهال …
د بلوچستان اولس ته بنيادي آسانۍ وركولو ته حكومت پام لرنه كوي٬ د صدر مملكت د بلوچستان وزيرانو سره ملاقات كښې خبرې

مزید خبریں
كراچۍ۔ 24 جولائي (اے پي پي)صدر مملكت آصف علي زرداري د بلوچستان ترقۍ عمل لا ګړندي كولو په ضرورت زور راوړلو سره وئېلي دي د بلوچستان اولس ته بنيادۍ آسانيو وركولو ته حكومت پام لرنه كوي ۔ د جمعې په ورځ د اېوان صدر مېډيا ونګ نه جاري بيان تر مخه صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د بلوچستان وزيرانو سره بلال هاوس كراچۍ كښې د ملاقات په مهال وكړه۔ ملاقات كښې په بلوچستان كښې د امن وامان ٬ ترقياتي منصوبو او د صوبې په مجموعي وضعه د خيالاتو څرګندونه وشوه۔صدر مملكت په دې مهال بلوچستان كښې د روانو پرمختيائي منصوبو د ګړندۍ كولو امر وكړو۔ ده ووئېل د بلوچستان پرمختګ ٬ د امن و امان صورتحال ښه كولو ٬ د اولس خېر یښیګړې او صوبه كښې د معاشي هلو ځلو ودې لپاره دې اړوند ادارې په كوټلي ډول كار وكړي۔ملاقات كوونكو كښې د اوبه خور صوبائي وزير صادق عمراني٬ د منصوبه بندۍ و ترقۍ وزير ظهور بلېدي ٬ د روغتيا وزير بخت محمد كاكړ ٬ د لائيو سټاك وزير سردار فېصل جمالي ٬ د صنعت او تجارت وزير موهبيار ډومكي ٬ د مخنت وزير غلام رسول عمراني او د پاكستان پيپلز پارټي د بلوچستان سينئر ناتئب صدر مير علي حسن زهري شامل وو











