اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) پاکستان د ايمنسټي انټرنيشنل اوسني رپورټ كښې په افغانستان كښې د پاکستانو عسكرو د کارروائيو په اړه تورونه مسترد كولو سره وئيلي دې دا ادعا د معتبر ثبوت نه غېر شوې ده چې پكښې افغان خاورې څخه د رامخې ته ترهګرۍ بنيادي سبب نظرانداز كړے شوے دے۔ د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند طاهر …
د ايمنسټي انټرنيشنل رپورټ كښې په افغانستان كښې د پاکستانو عسكرو د کارروائيو په اړه تورونه د معتبر ثبوت نه غېر لګولې شوي٬ دا مسترد كوٶ۔ د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي پريس بريفنګ

مزید خبریں
اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) پاکستان د ايمنسټي انټرنيشنل اوسني رپورټ كښې په افغانستان كښې د پاکستانو عسكرو د کارروائيو په اړه تورونه مسترد كولو سره وئيلي دې دا ادعا د معتبر ثبوت نه غېر شوې ده چې پكښې افغان خاورې څخه د رامخې ته ترهګرۍ بنيادي سبب نظرانداز كړے شوے دے۔ د زيارت په ورځ د اوونيز پرېس بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند طاهر حسين اندرابي ووئيل پاکستان رپورټ كښې لګولې شوي تورونه په بشپړه توګه مسترد كوي۔ ده ووېيل د پاکستان لخوا هره پوځي كارووائي د نړيوال قانون له مخې د خپل دفاع حق كراولو له مخې شوې۔ ده ووئيل تحريک طالبان پاکستان (ټي ټي پي)، بلوچستان لبريشن آرمي (بي ايل اے) او نورې تړلې ترهګرې ډلې د طالبان انتظاميه له مخې په افغانستان كښې خوندې ژالې لري چرته نه چې ھغوي د پولې راپورې غاړه د ترهګرۍ د بريدونو او كارروائيو منصوبه بندي كوي۔ وياند ووئيل افغان خاورې څخه منصوبه بندي او معاونت ترلاسه كوٶنكو د ترهګرۍ بريدونو كښې د زرګونو په شمېر پاكستانيان وژلي شوي دي۔ ده ووئيل د پاکستان کارروائۍ يوازې د ترهګرو په ژالو او د هخغوي تر لاجسټک مرکزونو په نخښه كولو پورې محدود دي چې پكښې د احتياط او د متناسب طاقت استعمال د اصولو بشپړ خيال ساتلے شوے۔ ده په نړيوالې ورورولۍ زور راوړو چې ھغوي په منطقه كښې د عدم استحکام اصل سبب نوټس واخلي۔ ده ايمنسټي انټرنيشنل څخه مطالبه وكړه چې ھغه د افغان طالبانو لخوا د ترهګرو دلو د پرله پسې سرپرستۍ هم جاج واخلي او د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل د اړوندو قراردادونو او د دوحه لوظنامې له مخې د طالبان حکومت د ذمه وارو احتساب وكړي۔ د افغانستان په حواله وياند ووئيل پاکستان د قانوني ذريعو د لارې د افغان وګړو د سهولت عزم لري او تر اوسه د 90 زره نه زياتو افغان وګړو كوم درېم هېواد ته په منتقل كولو كښې ئې مرسته كړې ده۔ ده زور راوړو چې پاکستان كښې مېشته افغان وګړو له قانوني دستاويزات ساتل ضروري دي او په غېر قانوني توګه مېشته كسان به د هېواد د قوانين له مخئ د بے دخلي عمل سره مشروط وي خو ده ووئيل د سلامتيا اندېښنو باوجود پاکستان د عام افغان وګړو په ضد هر ډول كركه يا منفي تاثر مسترد كوي۔









