اسلام آباد23 جولائي (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي مستونګ سره نزدې د سيشن جج عبدالحكيم كاكړ او جوډيشل مجسټرېټ طارق لاشاري په ګاډي د شوي ترهه ګر بريد او د ډزو د پیښې سخته غندنه كړی ده ۔د كورنيو چارو وفاقي وزير د ډزو په نتيجه كښې د سيشن جج عبدالحكيم كاكړ او د هغه ګڼ مين په شهادت د غم دړد او افسوس سره …
د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي په سيشن جج د ډزو غندنه وكړه ٬ د سيشن جج او ګن مين په شهادت د غم دړد او افسوس څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد23 جولائي (اے پي پي)د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي مستونګ سره نزدې د سيشن جج عبدالحكيم كاكړ او جوډيشل مجسټرېټ طارق لاشاري په ګاډي د شوي ترهه ګر بريد او د ډزو د پیښې سخته غندنه كړی ده ۔د كورنيو چارو وفاقي وزير د ډزو په نتيجه كښې د سيشن جج عبدالحكيم كاكړ او د هغه ګڼ مين په شهادت د غم دړد او افسوس سره غم جنې كورنۍ سره د يو والي او غمرازۍ څرګندونه وكړه ۔ده د شهيدانو لوړو درجو او غم جنو كورنيو لپاره د زغم دعا وكړه او په بريد كښې د ژوبل شوي جوډيشل مجسټرېټ طارق لاشاري او نورو كسانو زر روغتيا لپاره يې هم د نيكو هيلو څرګندونه وكړه۔په خپل بيان كښې د كورنيو چارو وفاقي وزير محسن نقوي ووئيل دا ډول بزدلانه كاروائي د ترهه ګرۍ په ضد زمونږ د قام پوخ عزم كمزورې كولې نه شي۔ده ووئيل ټول هېواد د شهيدانو كورنيو سره اوږه په اوږه ولاړ دے او رياست به په هر سخت وخت كښې د هغوي ملګرتيا كوي۔









