اسلام آباد23 جولائي (اے پي پي)د سمندر پورې پاكستانيانو او بشري وسائلو د پرمختګ وفاقي وزير چوهدري سالك حسين قومي اميګريشن او ويلفيئر پالېسي 2026 جاري كولو سره وئېلي دي نېشنل اميګريشن اينډ ويلفيئر پالېسي 2026 به د يو سټريټجك روډ ميپ په توګه كار كوي كوم چې پاكستانو كاركنان په نړيوالو ماركيټونو كښې كاميابۍ لپاره د ضروري مهارتونو ٬علم او تحفظات څخه خبروي او قامي خوشحالۍ كښې به …
نېشنل اميګريشن اينډ ويلفيئر پالېسي 2026 به د يو سټريټجك تګلارې په توګه كار كوي۔چوهدري سالك حسين

مزید خبریں
اسلام آباد23 جولائي (اے پي پي)د سمندر پورې پاكستانيانو او بشري وسائلو د پرمختګ وفاقي وزير چوهدري سالك حسين قومي اميګريشن او ويلفيئر پالېسي 2026 جاري كولو سره وئېلي دي نېشنل اميګريشن اينډ ويلفيئر پالېسي 2026 به د يو سټريټجك روډ ميپ په توګه كار كوي كوم چې پاكستانو كاركنان په نړيوالو ماركيټونو كښې كاميابۍ لپاره د ضروري مهارتونو ٬علم او تحفظات څخه خبروي او قامي خوشحالۍ كښې به د هغوي برخه اچوي٬دا يو تاريخي اقدام دے د كوم مقصد چې د پاكستان ليبر مائيګريشن سسټم په محفوظ مائيګريشن لارو٬ د كارمندانو قوي تحفظات٬ د جديد مهارتونو په پرمختګ او د 12 ملين څخه په زياتو بهر مېشته پاكستانيانو له په ښه معاونت بدلول دي۔تېر كال د دوي ريكارډ ترسيلات زر 41 ارب ډالره څخه زيات وو كوم چې قومي معيشت قوي كولو كښې مهم كردار ادا كړے۔د زيارت په ورځ دستور ته خطاب كښې چوهدري سالك حسين دا پالېسي د پاكستان مائيګريشن ګورننس فريم ورك كښې يو تاريخي سنګ ميل وګرځولو او وئېلې يې دي دا د حكومت هر هغه پاكستاني حقونو ٬خېرښېګړې او د هيلو حفاظت لپاره د يو غېر متزلزل عزم عكاسي كوي كوم چې بهرني هېوادونو كښې د روزګار موقعې لټوي۔ده ووئيل ۔د دې پالسي مقصد محفوظ او منظم مائيګريشن باوري كول٬په نړيواله توګھ اړوندو مهارتونو ته رسنه پراخه كول٬كاركانو ته د استحصال څخه تحفظ وركول٬سمندر پورې پاكستانيانو سره اړيكې قوي كول او د بيرته راتلونكو مائيګرنټس په عزت سره بيا بحالي آسانول دي۔










