مستونګ كښې په سيشن جج د ترهه ګرو په بريد كښې ككړ عناصر به خپل انجام ته رسولې شي۔اعظم نذير تارړ

  اسلام آباد 23  جولائي (اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ بلوچستان مستونګ ضلع كښې په  سيشن جج عبدالحكيم كاكړ د شوې ترهه ګر بريد سختې غندنې كولو سره وئېلي دي  په پیښه كښې ككړ هر كردار به تر خپل انجام رسولې شي او چاته به رعايت ورنه كرې شي ۔د زيارت په ورځ د قانون او انصاف وزارت لخوا جاري شوي بيان له …

 

اسلام آباد 23  جولائي (اے پي پي)د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ بلوچستان مستونګ ضلع كښې په  سيشن جج عبدالحكيم كاكړ د شوې ترهه ګر بريد سختې غندنې كولو سره وئېلي دي  په پیښه كښې ككړ هر كردار به تر خپل انجام رسولې شي او چاته به رعايت ورنه كرې شي ۔د زيارت په ورځ د قانون او انصاف وزارت لخوا جاري شوي بيان له مخې د قانون وفاقي وزير د ترهه ګرۍ په بريد كښې د شهيد شوي سيشن جج عبدالكريم كاكړ او د هغه ګن مين ته د عقيدت پيرزوئنې وړاندې كولو سره د هغوي كورنۍ سره غمرازي او د يو والي څرګندونه وكړه ۔ده په بريد كښې  د ژوبل شوې ايډېشنل سيشن جج زر او بشپړې روغتيا لپاره هم دعا وكړه۔بيان له مخې د قانون وفاقي وزير په پیښه وزيراعظم ته په بشپړه توګه تفصيلي بريفنګ وركړو او وې وئېل  حكومت د دې پېښې څخه  مكمل  خبر دے او خپلې آئيني او قانوني ذمه وارۍ به په هر صورت پوره كوي ۔اعظم نذير تارړ د بلوچستان هائي كورټ چيف جسټس  كامران ملاخيل سره په ټېليفون رابطه هم وكړه چا ته چې د بشپړې مرستې او سمدستي قانوني كاروائي باور وركړوے شو  ۔ده ووئيل  د ترهه كرۍ په ضد  د رياست عزم كښې كومه كمزوري نشته او امن دښمنه عناصر به تر عبرتناك انجام رسولې شي۔

مزید خبریں