اسلام آباد23 جولائي (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي په هېواد كښې به تربيت لرونكي نرسنګ افرادي قوت زيات شوي ضرورت ترسره كولو لپار موثر او په وخت ګامونه باوري كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د يو مهمې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه ۔په غونډه كښې د ايشين ډويلپمنټ بانك استازو ته پاكستان كښې د ويكسين ډوېلپمنټ پروژې٬په ځايې كچه د …
په هېواد كښې د تربيت لرونكي نرسنګ افرادي قوت زيات شوے ضرورت تر سره كولو لپار موثر او په وخت ګامونه باوري كولې شي۔مصطفٰی كمال

مزید خبریں
اسلام آباد23 جولائي (اے پي پي)د قامي روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفٰی كمال وئېلي دي په هېواد كښې به تربيت لرونكي نرسنګ افرادي قوت زيات شوي ضرورت ترسره كولو لپار موثر او په وخت ګامونه باوري كولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د يو مهمې غونډې مشرۍ كولو په مهال وكړه ۔په غونډه كښې د ايشين ډويلپمنټ بانك استازو ته پاكستان كښې د ويكسين ډوېلپمنټ پروژې٬په ځايې كچه د ويكسين حوړولو كښې روان پېشرفت او د پاكستان نرسنګ اينډ مډوائفري كونسل ډيجيټلائزېشن او اصلاحات اقداماتو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړے شو ۔د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال هدايت وكړو چې پاكستان كښې ځايې ويكسين پروډكشن په پروژه پېشرفت دې لا تند كړے شي دغسې چې هېواد د ويكسين ځايې جوړښت كښې خود كفالت پلو په تندۍ سره مخ په وړاندې لاړ شي۔ده ووئيل دې مقصد لپاره دې ټولې ريګوليټري٬قانوني او تكنيكي تقاضې په وخت پوره كړی شي۔په غونډه كښې د نرسنګ څانګه كښې د اصلاحات هم تفصيلي جاد واخستلے شو ۔د روغتيا وفاقي وزير ووئيل د نرسنګ په څانګه كښې جامع اصلاحات د وخت مهم ضرورت دے او د پاكستان نرسنګ اينډ مډوائفري كونسل نظام دې په بشپړه توګه ډيجيټائز كړې شي ۔ده هدايت وكړو چې نرسنګ كونسل دې د نړيوال معيار له مخې په جديد ډوا روان كړے شي دغسې چې پيشه وره معيار او خذمت كښې ښه والے راوستلې شي۔د روغتيا وفاقي وزير مصطفٰی كمال د روغتيا په څانګه كښې د ايشين ډوېلپمنټ بينك پرله پسې مرسته ستائېلو سره دا شراكتداري د پاكستان روغتيا نظام قوي كولو لپاره مهمه وګرځوله۔










