اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د غلې د ذخيرې مركزونه په جديد ډول د سمولو منصوبې هركلي كولو سره ووئيل د پاکستان او چين ترمېنځه بزنس ټو بزنس شراکت دارۍ سره به د دواړو هېوادونو دوستانه اړيكې لا مستحكمې شي۔ ده دا خبرې د چين کمپني فيمسن چيف ايګزيکټو افسر جيک چين سره كړې چا چې دوي سره د زيارت په ورځ سره …
د پاکستان او چين ترمېنځه بزنس ټو بزنس شراکت دارۍ سره به د دواړو هېوادونو دوستانه اړيكې لا مستحكمې شي۔ د وزيراعظم شهباز شريف د چين کمپني فيمسن چيف ايګزيکټو افسر جيك چين سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د غلې د ذخيرې مركزونه په جديد ډول د سمولو منصوبې هركلي كولو سره ووئيل د پاکستان او چين ترمېنځه بزنس ټو بزنس شراکت دارۍ سره به د دواړو هېوادونو دوستانه اړيكې لا مستحكمې شي۔ ده دا خبرې د چين کمپني فيمسن چيف ايګزيکټو افسر جيک چين سره كړې چا چې دوي سره د زيارت په ورځ سره د خپل پلاوي سره وليدل۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې وزيراعظم د پلاوي په پاكستان كښې هركلي كولو سره ووئيل پاکستان او چين مثالي دوستان دي چې ترمېنځه ئې معاشي شراکت داري او د دوستۍ اړيكې وخت سره لا مضبوطېږي۔ ده چين د کمپنۍ په پاکستان كښې د غلو سټوريج مرکزونه د سټيټ آف آرټ په مرکزونو د بدلولو منصوبې هركلي سره ووئيل دې منصوبې سره به په هېواد كښې د زراعت څانګه كښې جديد ټيکنالوجي راشي او تجارتي هلې ځلې به وده ومومي۔ وزيراعظم امر وكړو چې د پاکستان هنرمند او تربيه لرونكې افرادي قوت دې منصوبو څخه استفاده وكړي٬ جيک چين په پاکستان كښې په ښه كوربتوب د وزيراعظم او د پاكستان حکومت مننې كولو سره وزيراعظم څخه د ھغوي د چين د اوسنۍ دورې په مهال د خپل ملاقات ذكر هم وكړو د كوم په نتيجه كښې چې هغه د پاكستان دوره كوي او د غذائي تحفظ په حواله د عمل وړ په منصوبو خبرې روانې دي۔ جيک چين ووئيل فيمسن په پاکستان كښې د غذائي تحفظ په حواله د ښه سټوريج مرکزونو، ټيکنالوجي ټرانسفر او د تربيې په وركولو كښې خوښي لري۔ وزيراعظم ته ووئيل شول فيمسن به په پاکستان كښې رين سائلوز جوړولو په اړه ډيمانسټريشن سينټر جوړوي، سټوريج سينټرز به په جديد ګرين سائلوز بدلولې شي، په دې لړ كښې فيمسن او ګرين پاکستان انيشئيټو ترمېنځه په مفاهمتي يادداښت لاسليك شوے دے۔ په دې موقع وفاقي وزيران رانا تنوير حسين، جام کمال خان، وزير مملکت بلال اظهر کياني، خاص مرستيال هارون اختر او اړوند چارواكي هم موجود وو۔ د يادونې وړ ده چې فيمسن د زراعت، د ځناورو خوراك او د فوډ پراسيسنګ په حواله د چين په لويو كمپنو كښې شمېرلې كېږي










