اسلام آباد23 جولائي (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د زيارت په ورځ منيلا كښې د آسيان ريجنل فورم(اے آر ايف)33مې وزارتي غونډه كښې ګډون وكړو ۔د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم آسيان او دج اے آر ايف په ښې مشرۍ فلپائن له مباركي وركولو سره د امن٬ خبرو او ګڼ اړخيزه مرستې لپاره د پاكستان غېر متزلزل عزم پخلے وكړو ۔په نړيواله …
د نائب وزيراعظم اسحاق ډار د آسيان ريجنل فورم 33مې وزارتي غونډه كښې ګډون٬ د آسيان او د اے آر ايف په ښې مشرۍ فلپائن ته مباركي

مزید خبریں
اسلام آباد23 جولائي (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د زيارت په ورځ منيلا كښې د آسيان ريجنل فورم(اے آر ايف)33مې وزارتي غونډه كښې ګډون وكړو ۔د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم آسيان او دج اے آر ايف په ښې مشرۍ فلپائن له مباركي وركولو سره د امن٬ خبرو او ګڼ اړخيزه مرستې لپاره د پاكستان غېر متزلزل عزم پخلے وكړو ۔په نړيواله كچه د زيات شوې غېر يقيني صورتحال په لړ كښې ده ووئيل د ډېرې مودې امن لپاره سفارت كاري يواځنۍ تل پاتې لاره ده۔د وزارتي غونډې په مهال نائب وزيراعظم په مهم سيمه ايز او نړيوال صورتحال د پاكستان دريځ وړاندې كړو۔ده د ايران او امريكې ترمينځه د جنګ په مهال خبرو اترو كولو او تاؤ تريخوالي كمولو لپاره د پاكستان تعميري كردار رامخې ته كړو۔نائب وزيراعظم د دې خبرې پخلے وكړو چې سوئېلي آسيا كښې د تل پاتې امن انحصار د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل قراردادونو له مخې د د جمو و كشمير شخړې په په منصفانه هواري كښې دے۔










