اسلام آباد23 جولائي (اے پي پي)د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري د چين دورې په مهال بيجنګ كښې د چائنا ريلوے اليكټريفكيشن انجينئرنګ ګروپ كمپنۍ نائب صدر لي لي سره ملاقات وكړو چې پكښې د پاكستان او چين ترمينځه د سمندري رابطو او ټرانسپورټ انفراسټركچر كښې د مرستې ودې په اړه د خيالاتو څرګندونه شوی۔د وزارت لخوا جاري شوي پريس ريليز له مخې د زيارت په …
د سمندري چارو وفاقي وزير بيجنګ كښې د چائنا ريلوے اليكټريفكيشن انجينئرنګ ګروپ كمپنۍ نائب صدر سره ملاقات

مزید خبریں
اسلام آباد23 جولائي (اے پي پي)د سمندري چارو وفاقي وزير محمد جنيد انوار چوهدري د چين دورې په مهال بيجنګ كښې د چائنا ريلوے اليكټريفكيشن انجينئرنګ ګروپ كمپنۍ نائب صدر لي لي سره ملاقات وكړو چې پكښې د پاكستان او چين ترمينځه د سمندري رابطو او ټرانسپورټ انفراسټركچر كښې د مرستې ودې په اړه د خيالاتو څرګندونه شوی۔د وزارت لخوا جاري شوي پريس ريليز له مخې د زيارت په ورځ په ملاقات كښې د ريلوے اليكټريفكيشن٬بندر ځايونه ريلوے نيټ ورك سره په تړلو٬لاجسټكس انفراسټركچر٬اسمارټ ټرانسپورټ سسټمز او د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ (سي پيك)له مخې سيمه ايز تجارت زياتولو په اړه د بيلو پروژو او د مرستې امكانات جاج واخستلے شو ۔ملاقات كښې دواړو ډلو د ريلوے اليكټريفكيشن٬پورټ لاجسټكس او اسمارټ ټرانسپورټ سسټمز ترجيحي پروژو له د اداره جاتي مرستې لا قوي كولو ته اتفاق وكړو ۔وفاقي وزير د چين عهديدار لي لي ته د پاكستان دورې بلنه هم وركړه دغسې چې د سرمايه كارۍ موقعو اود ممكنه انفراسټركچر پروژو جاج واخستلے شي۔لي لي بلنه قبلولو سره پاكستان كښې د كمپنۍ هلو ځلو ته لا پراختيا وركولو كښې خوښۍ ولرله۔










