صنعتي جدت او د منصوعي ځېركتيا مركز به د پاكستان پرمختګ كښې انقلابي كردار ادا كړي۔هارون اختر خان

اسلام آباد23 جولائي (اے پي پي)د وزيراعظم د صنعت او پیداوار خاص مرستيال هارون اختر خان وئېلي دي صنعت٬پوهنتونونو او تحقيقي ادارو ترمينځه قوي روابط ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي او پاكستان د جديد صنعت او مصنوعي ځېركتيا نړيوال نظام څخه برابرول د حكومت عزم دے۔صنعتي جدت او د مصنوعي زيركتيا مركز به د پاكستان صنعتي پرمختګ كښې انقلابي كردار ادا كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نېشنل يونيورسټۍ …

اسلام آباد23 جولائي (اے پي پي)د وزيراعظم د صنعت او پیداوار خاص مرستيال هارون اختر خان وئېلي دي صنعت٬پوهنتونونو او تحقيقي ادارو ترمينځه قوي روابط ته حكومت وړومبې پام لرنه كوي او پاكستان د جديد صنعت او مصنوعي ځېركتيا نړيوال نظام څخه برابرول د حكومت عزم دے۔صنعتي جدت او د مصنوعي زيركتيا مركز به د پاكستان صنعتي پرمختګ كښې انقلابي كردار ادا كوي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د نېشنل يونيورسټۍ آف ټېكنالوجۍ اسلام آباد كښې د مفاهمتي يادښت دستورې ته د خطاب كولو په مهال وكړه ۔په دې موقع د پاكستان انډسټريل ډوېلپمنټ كارپورېشن٬نېشنل يونيورسټي آف ټېكنالوجي او اين اي ډي يونيورسټي ترمينځه صنعتي جدت او د مصنوعي ځېركتيا مركز قيام لپاره د مفاهمت په يادښت لاس ليك وشو۔دستورې ته خاص مرستيال هارون اختر ووئيل قومي صنعتي پالېسۍ له مخې د صنعت٬پوهنتونونو او تحقيقاتي ادارو ترمينځه قوي روابط ته حكومت وړومبې پامك لرنه كوي او پاكستان د جديد صنعت او د مصنوعي ځېركتيا نړيوال نظام سره سمول د حكومت عزم دے۔ده ووئيل د وزيراعظم محمد شهباز شريف وژن له مخې د پاكستان وړومبے صنعتي جدت او مصنوعي ځېركتيا مركز جوړيږي۔٬دا مركز به جديد صنعت٬مصنوعي ځېركتيا او تحقيق يو پليټ فارم ته راغونډ كړي او د پاكستان صنعتي پرمختګ كښې به انقلابي كردار ادا كړي٬د مصنوعي ذېركتيا د لارې به صنعتي پیداوار٬معيار او پیداواري صلاحيت كښې ځانګړې زياتوالې ممكن شي۔

مزید خبریں