شکاګو 23 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خاں په دې خبره زور راوړے دے چې بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستاني ځوانان تعليمي او وظيفائي روابطو ته ودې وركولو سره سره د خپل علم، تجربې، جدت او د سرمايه کارۍ د لارې د پاکستان په سماجي و معاشي پرمختګ كښې مهم كردار لوبولې شي٬ د پاکستان د ځوانانو او د نړيوالې پاكستاني ورورولۍ …
بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستاني ځوانان په علم، تجربه او سرمايه کارۍ د هېواد په پرمختګ كښې مهم كردار لوبولې شي۔ رانا مشهود احمد خاں

مزید خبریں
شکاګو 23 جولائي (اے پي پي) د وزيراعظم يوتھ پروګرام چيئرمين رانا مشهود احمد خاں په دې خبره زور راوړے دے چې بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستاني ځوانان تعليمي او وظيفائي روابطو ته ودې وركولو سره سره د خپل علم، تجربې، جدت او د سرمايه کارۍ د لارې د پاکستان په سماجي و معاشي پرمختګ كښې مهم كردار لوبولې شي٬ د پاکستان د ځوانانو او د نړيوالې پاكستاني ورورولۍ ترمېنځه مضبوط روابط د دواړو هېوادونو او كوربه ټولنو لپاره اوږد مهاله او د مثبت نتيجو سبب جوړېدے شي۔ د زيارت په ورځ د وزيراعظم يوتھ پروګرام لخوا د جاري بيان له مخې دا خبرې رانا مشهود احمد خاں په شکاګو كښې د پاکستان په قونصل خانه كښې پاکستاني نژاد امريکائي ځوانانو، د کميونټي مشرانو، د تعليمي ادارو استازو او بېلو وظيفائي نېټ وركس سره تعلق لرونكو كسانو سره خاص ملاقات كښې كړې او په دې موقع ئې په تعاملي نشست كښې هم ګډون كړېے۔ خپلو خبرو كښې رانا مشهود احمد خان په دې خبره زور راوړو چې بهر هېوادونو كښې مېشته پاکستاني ځوانان تعليمي او وظيفائي روابطو ته ودې وركولو سره سره د خپل علم، تجربې، جدت او د سرمايه کارۍ د لارې د پاکستان په سماجي و معاشي پرمختګ كښې مهم كردار لوبولې شي٬ د پاکستان د ځوانانو او د نړيوالې پاكستاني ورورولۍ ترمېنځه مضبوط روابط د دواړو هېوادونو او كوربه ټولنو لپاره د اوږد مهاله او د مثبت نتيجو سبب جوړېدې شي










