اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال په مشرۍ كښې په پاکستان كښې د ذهني صحت په څانګه كښې د اصلاحاتو په اړه اهمه غونډه شوې چې پكښې د ذهني صحت خدمات مؤثره، د رسنې وړ او په شواهدو اډانه جوړولو لپاره د بېلو تجويزونو جاج واخستې شو۔ په غونډه كښې د ګلوبل انسټي ټيوټ آف هيومن ډيولپمنټ باني ډائريکټر ډاکټر سيد …
د ذهني صحت سهولتونه به د بنيادي صحت د نظام برخه جوړولې شي۔ مصطفيٰ کمال

مزید خبریں
اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال په مشرۍ كښې په پاکستان كښې د ذهني صحت په څانګه كښې د اصلاحاتو په اړه اهمه غونډه شوې چې پكښې د ذهني صحت خدمات مؤثره، د رسنې وړ او په شواهدو اډانه جوړولو لپاره د بېلو تجويزونو جاج واخستې شو۔ په غونډه كښې د ګلوبل انسټي ټيوټ آف هيومن ډيولپمنټ باني ډائريکټر ډاکټر سيد عثمان همداني ګډون كړې او په پاکستان كښې د ذهني صحت په موجوده صورتحال، رامخې ته چيلنجز او د اصلاحاتو په اړه تفصيلي بريفنګ وركړو۔ په دې موقع وفاقي وزير مصطفيٰ کمال امر وكړو چې ذهني صحت خدمات دې د بنيادي صحت سهولتونو او تعليمي نظام كښې په موثره ډول ضم كړئ شي دغسې چې د ذهني رنځونو په وكت تشخيص، سمدستي علاج او په اولسي كچه ذهني صحت ته وده وركول باوري كړې شي۔ ده د نيشنل انسټي ټيوټ آف هيلتھ (اين آئي ايچ ) په مرسته د قامي ذهني صحت ډيټا ډيش بورډ جوړولو امر وكړو دغسې چې په شواهدو اډانه منصوبه بندي، مؤثره نګراني او بهتر پاليسي سازۍ ته وده وركړې شي۔ وفاقي وزير مصطفٰې كمال ووئيل چې د ذهني صحت سهولتونه به د بنيادي صحت د نظام برخه جوړولې شي











