نائب وزيراعظم و خارجه وزير د آسټراليا خپل همڅنګ سره وليدل٬ په بېلو څانګو كښې مرستې ته په لا ودې وركولو د خيالاتو څرګندونه

  منيلا 23 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د آسيان ريجنل فورم په موقع د آسټراليا خارجه وزير سينيټر پيني وونګ سره وليدل۔ د خارجه دفتر له مخئ دواړو مشرانو د پاکستان او آسټراليا په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونې كولو سره په رسمي توګه د لوړې كچې روابطو پشمول په بېلو څانګو كښې مرستې ته د لا ودې وركولو  له …

 

منيلا 23 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د آسيان ريجنل فورم په موقع د آسټراليا خارجه وزير سينيټر پيني وونګ سره وليدل۔ د خارجه دفتر له مخئ دواړو مشرانو د پاکستان او آسټراليا په دوه اړخيزه اړيكو د خيالاتو څرګندونې كولو سره په رسمي توګه د لوړې كچې روابطو پشمول په بېلو څانګو كښې مرستې ته د لا ودې وركولو  له د عزم پخلے وكړو۔ د ملاقات په مهال په سيمه ايزه او نړيواله وضعه هم د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د آسټراليا خارجه وزير مكالمې ته ودې او په تاٶ تريخوالي كښې كمي لپاره د پاكستان د ګټور كردار ستائنه وكړه۔ دواړو مشرانو په منطقه كښې په اوسني تاٶ تريخوالي د  اندېښنې څرګندونې كولو سره په دې خبره زور راوړو چې تل پاتي امن، استحکام او سلامتيا ترلاسه كولو لپاره مکالمه، سفارت کاري او د نړيوال قانون احترام ضروري دے

مزید خبریں