صدر مملکت آصف علي زرداري د مصر مشرتابه له په قامي ورځ مباركي وركړه

  اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د مصر صدر عبدالفتاح السيسي او اولس له په قامي ورځ مباركي وركړې ده۔ د زيارت په ورځ د مباركۍ خپل پېغام كښې ​صدر مملکت ووئيل د پاکستان او مصر ترمېنځه په شريك احترام، اقدارو او باور اډانه د اوږدې مودې د دوستۍ  په زړه پورې اړيكې قائم دي۔ ده ووئيل  د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزه …

 

اسلام آباد 23 جولائي (اے پي پي) صدر مملکت آصف علي زرداري د مصر صدر عبدالفتاح السيسي او اولس له په قامي ورځ مباركي وركړې ده۔ د زيارت په ورځ د مباركۍ خپل پېغام كښې ​صدر مملکت ووئيل د پاکستان او مصر ترمېنځه په شريك احترام، اقدارو او باور اډانه د اوږدې مودې د دوستۍ  په زړه پورې اړيكې قائم دي۔ ده ووئيل  د دواړو هېوادونو د دوه اړخيزه شراکت دارۍ پشمول په ګڼ اړخيزه فورمز مرستې د افهام و تفهيم روايت په ځائے ساتلے دے، تجارت، سرمايه کاري، تعليم، كلتور، دفاع او په اولسي كچه د روابطو پشمول په متنوع څانګو كښې د دواړو هېوادونو زياتېدونكې مرسته د ډاډ وړ ده۔ ده ووئيل پاکستان مصر سره خپلو اړيكو ته په درنه سترګه ګوري او د دواړٶ هېوادونو د اولس خېرښګړې لپاره د دې همكارۍ لا قوي كولو عزم لري۔ صدر مملکت د اوسنۍ سيمه ايزې شخړې هواري لپاره د دواړو هېوادونو د قيادت د فعال رابطه کارۍ ستائنې كسره دا باور څرګند كړو چې پاکستان او مصر ترمېنځه د دوستۍ رشته به په راتلونكي وخت كښې  د سيمه ايزې همكارۍ او د پراخه اقتصادې پرمختګ لپاره خپل كردار لا مضبوط كړي۔

مزید خبریں