د پشكال بارانونو كښې د شدت تر مخه د خلقو د ځان و مال تحفظ لپاره چمتوالے نيول ٬ رېسكيو او د مرستې هلې ځلې دې لا موثره او ګړندۍ كړې شي ٬ د صدر مملكت   وفاقي ٬ صوبائي  او مقامي چارواكو ته امر

  اسلام آباد۔ 23 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري هېواد كښې د بارانونو شدت تر مخه  وفاقي ٬ صوبائي او مقامي چارواكو ته امر كړے دے چې د خلقو د ځان و مال  تحفظ لپاره د چمتوالي نيولو ٬ رېسكيو  او د مرستې هلې ځلې  لا موثر او ګرنډۍ كړئ ٬ ځكه چې د زياتېدونكو بارانونو له امله حساس سيمو  كښې خاڅاپي راتلونكے سېلاب٬ د چرقونو  …

 

اسلام آباد۔ 23 جولائي (اے پي پي) صدر مملكت آصف علي زرداري هېواد كښې د بارانونو شدت تر مخه  وفاقي ٬ صوبائي او مقامي چارواكو ته امر كړے دے چې د خلقو د ځان و مال  تحفظ لپاره د چمتوالي نيولو ٬ رېسكيو  او د مرستې هلې ځلې  لا موثر او ګرنډۍ كړئ ٬ ځكه چې د زياتېدونكو بارانونو له امله حساس سيمو  كښې خاڅاپي راتلونكے سېلاب٬ د چرقونو  او د واورې ډنډونو شلېدو  څخه سېلاب ٬ (ګلوف)  ٬ لېنډ سلائنډنګ  ٬  دريابونو كښې د اوبو جريان زياتېدو  او د شهري سېلاب زياتېدو خطرې زياتېږي۔  د زيارت په ورځ  د ايوان صدر پرېس ونګ نه جاري بيان تر مخه  صدر مملكت  اوسنو بارانونو او د دې په نتيجه كښې د قيمتي ځانونو په زيان  او د كورونو ٬ بنيادې ډهانچې او املاك ته په رسېدلي زيان د غم دړد څرګندونه وكړه۔  ده د حق رسېدليو كسانو كورنيو سره  د زړه نه  غمرازي كولو سره د ځپلو كورنيو سره د يو والي  څرګندونه وكړه۔ صدر مملكت  نېشنل ډېزاسټر منېجمنټ اتهارټي (اين ډي ايم اے) ٬ صوبايئ ډېزاسټر منېبجمنټ اتهارټيز (پي ډي ايم اېز) صوبائي حكومتونو او مقامي امتظياميه ته امر وكړو  چې هغوي خپلو كښې رابطې تر هر ممكن حد موثر كړي او په وخت ابتدائي خبرداري باوري كړي۔  ده د بارانونو ٬ دريابونو كښې د اوبو د جريان او د برنو آبي پانګو د كچې د پرله پسې څارنې په ضرورت زور راوړو۔  او ګلګت بلتستان او آزاد كشمير  او كوزو سيمو كښې د ممكنه سېلاب مخ نيوي لپاره يې د وړاندې نه د چمتوالي نيولو امر وكړو۔  صدر مملكت اړوند اردارو ته امر وكړو  چې د رېسكيو او مرستې وسائل د وړاندې نه  حساس ځايونو ته ورسوئ او كمزورو او د خطر سره مخ سيمو كښې د ودانۍ او ډهانچې خوندي كولو لپاره  د ناڅاپي سېلاب٬ د واورې ډنډونو  د شلېدو ٬  او د لېنډ سلائنډنګ خطرو لرونكو سيمو كښې  د سېلګرو او د نورو خلقو حفاظت لپاره ضروري ګانمونه واخلئ۔ صدر دا امر هم وكړو چې ټولې اړوند ادارې  دې هر وخت چمتو اوسي او چرته چې  ځانونو او املاك ته  خطر پییښ وي هلته دې موثر كاروائۍ باوري كړې شي۔

مزید خبریں