اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي)د قانون او انصاف وزير مملكت بيرسټر عقيل ملك وئېلي دي پاكستان د انصاف په څانګه كښې د آذربائيجان سره شراكتداري په عملي مرسته بدلولو لپاره عزم لري دغسې چې دواړو هېوادونو ادارو ته تر اوږدې مودې ګټه ترلاسه شي۔ده دا خبره باكو كښې د آذربائيجان انصاف وزير فريد احمدوف سره د ملاقات په مهال كړې۔دا ملاقات دواړو هېوادونو د وزارت هائے انصاف …
د انصاف په اړه د پاكستان او آذربائيجان شراكتداري په عملي مرسته بدلولو لپاره عزم لرو۔وزير مملكت بيرسټر عقيل ملك

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي)د قانون او انصاف وزير مملكت بيرسټر عقيل ملك وئېلي دي پاكستان د انصاف په څانګه كښې د آذربائيجان سره شراكتداري په عملي مرسته بدلولو لپاره عزم لري دغسې چې دواړو هېوادونو ادارو ته تر اوږدې مودې ګټه ترلاسه شي۔ده دا خبره باكو كښې د آذربائيجان انصاف وزير فريد احمدوف سره د ملاقات په مهال كړې۔دا ملاقات دواړو هېوادونو د وزارت هائے انصاف ترمينځه مفاهمتي يادښت له مخې د روان ايګزيكټو جوډيشل ټريننګ پروګرام”دي جوډيشل كرافټ”په موقع شوے۔بيرسټر عقيل ملك د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ لخوا نيكو هيلو پیغام هم ورسولو او وې وئېل پاكستان قانون٬انصاف او عدالتي اصلاحاتي څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا ودې وركولو له خوښي لري۔په دې موقع د آذربائيجان د انصاف وزير فريد احمدوف د پاكستان او آذربائيجان ترمينځه تاريخي ملګرتيا ته د ودې ترلاسه شوې شراكتدارۍ ستائېلو سره ووئېل زمونږ هېواد د دواړو وزارو هائے انصاف ترمينځه د اداره جاتي مرستې لا قوي كولو لپاره عزم لري۔د ملاقات په مهال دواړو وزيرانو د مفاهمتي يادښت د كړي پیشرفت هم جاج واغست او په دې خبره د اطمينان څرګندونه وشوه چې دې شراكتدارۍ د شريك مفاهمتي فريم ورك څخه په وړاندې تللو د عملي مرستې صورت اختيار كړے ۔ ده اسلام آباد كښې د “ايډوانسډ ټرپټي پريكټس”فرام سګنيچر ټو ډوميسټك لاﺀ”پروګرام او باكو كښې د روان دي جوډيشل كرافټ تريبتي پروګرام د دواړو هېوادونو ترمينځه د قوي مرستې علامت وګرځولو ۔د ملاقات په اختتام په دې خبره هم اتفاق راغلو چې د دواړو هېوادونو د انصاف وزارتونو ترمينځه د مفاهمتي يادښت په شريكو پروګرامونو٬اداره جاتي روابط او د اعلٰی كچ تبادلو د لارې به عملدرآمد روان ساتلې شي دغسې چې د قانون واكمني لا قوي شي










