د ايران داخله وزير اسكندر مومني په مشرۍ كښې پلاوي د اليكشن كميشن آف پاكستان دوره

  اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د ايران د كورنيو چارو وزير اسكندر مومني په مشرۍ كښې د لورې كچې پلاوي د شورو په ورځ د اليكشن كميشن آف پاكستان دوره وكړه چرته چې چيف اليكشن كمشنر سكندر سلطان راجه  د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل  ايران او پاكستان دوه ګاونډي هېوادونه دي كوم چې په تاريخي،مذهبي او كلتوري رشتو تړلي دي، دا ملاقات د دواړو هېوادونو د …

 

اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د ايران د كورنيو چارو وزير اسكندر مومني په مشرۍ كښې د لورې كچې پلاوي د شورو په ورځ د اليكشن كميشن آف پاكستان دوره وكړه چرته چې چيف اليكشن كمشنر سكندر سلطان راجه  د پلاوي هركلي كولو سره ووئيل  ايران او پاكستان دوه ګاونډي هېوادونه دي كوم چې په تاريخي،مذهبي او كلتوري رشتو تړلي دي، دا ملاقات د دواړو هېوادونو د انتخابي ادارو ترمېنځه د تجربو تبادلې او د اداره جاتي مرستې لا قوي كولو لپاره ښه موقع ده۔ د اليكشن كميشن لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې  په پلاوي كښې د سيستان و بلوچستان ګورنر جنرل ، د ايران د داخله و خارجه وزارتونو، د زراعت وزارت٬ د ايران د راهدارۍ او اربن ډوېلپمنټ٬ نيشنل ايراني آئل كمپنۍ او نورو مهمو سركاري ادارو اعليٰ چارواكو، د سوئيلي آسيا ډويژن ډائريكټر جنرل، نائب وزيرانو، سلاحكار او د نړيوالو چارو سينئر چارواكي شامل وٶ۔ په دې موقع داخله وزير محسن نقوي او وزير مملكت طلال چوهدري هم موجود وٶ۔ په دې موقع چيف الېكشن كمشنر د ايران پلاوي لپاره په پاكستان  كښې د نېكو هيلو څرګندونې سره ووئيل  د پاكستان ټول قام د ايران د سپريم ليډر آيت الله سيد علي خامنه اي د شهادت په غم كښې برابر شريك دے۔ د ايران داخله وزير اسكندر مومني د پاكستان حكومت او اولس مننې كولو سره ووئيل  په سخت وخت كښې د پاكستان لخوا د ايران ملاتړ ته به په درنه سترګه كتلې شي ۔ په پائې كښئ د ايران داخله وزير چيف اليكشن كمشنر ته د ايران دورې بلنه وركړه كومه چې هغه قبوله  او د ايران د داخله وزير مننه وكړه۔(

مزید خبریں