منيلا 22 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په منيلا كښې د آسيان ريجنل فورم د 33مې وزاتي غونډې په موقع د اروپائي ائتلاف خارجه چارو او د سلامتيا پاليسۍ لپاره اعليٰ استازي كاجا كالاس سره سره ليدلي دي ۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې كاجا كالاس د پاكستان- اروپائي ائتلاف د ستراتېژك ډائيلاګ د اتم پړاٶ په …
نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار په منيلا كښې د اروپائي ائتلاف خارجه چارو او د سلامتيا پاليسۍ لپاره اعليٰ استازي كاجا كالاس سره وليدل

مزید خبریں
منيلا 22 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار په منيلا كښې د آسيان ريجنل فورم د 33مې وزاتي غونډې په موقع د اروپائي ائتلاف خارجه چارو او د سلامتيا پاليسۍ لپاره اعليٰ استازي كاجا كالاس سره سره ليدلي دي ۔ د شورو په ورځ د خارجه دفتر له مخې كاجا كالاس د پاكستان- اروپائي ائتلاف د ستراتېژك ډائيلاګ د اتم پړاٶ په لړ كښې د اوسنۍ خپلې اسلام آباد دوه اړخيزه دورې ذكر وكړو۔ دواړو مشرانو د پاكستان- اروپائي ائتلاف ستراتېژك انګيجمنټ پلان له مخئ مرستې ته لا ودې وركولو لپاره د خپل شريك عزم پخلے وكړو۔ په سيمه ايز صورتحال د خبرو په مهال دواړو مشرانو ووئيل د امريكې-ايران صورتحال په تناظر كښې امن و استحكام لپاره هم مستقل سفارت كاري يوازنۍ د عمل وړ او د اوږدې مودې لاره ده۔ دوي په دې صورتحال كښې سيمه ايزې سلامتيا، د توان نړيوال ماركيټ، سمندري سلامتيا، تجارت او په سپلائي چينز په پراخه اثرات هم د خيالاتو څرګندونه وكړه او پرله پسې ئخبرو اترو ته وده او د نړيوال قانون د پالنې په اهميت يې زور رواړو۔ نائب وزيراعظم د جي ايس پي پلس فريم ورك بنياد جوړېدونكو په ټولو نړيوالو كنونشنز په موثره توګه عملدرآمد لپاره د پاكستان د كلك عزم پخلي كولو سره ووئيل پاكستان اروپائي ائتلاف سره خپلې اقتصادي همكارۍ ته ډېر اهميت وركوي











