اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د هېواد د خپلواكۍ تحفظ او دفاع مضبوطولو لپاره د جديد ټيكنالوجۍ كارولو لپاره د عزم پخلے كړے ، ډغسې د روبوټكس او اټانومس سسټمز پرمختګ لپاره د سپارك اينډ ايليويټ پروګرام پېل او د 20 ملينه ډالرو د پاكستان وينچر فنډ جوړولو اعلان كولو سره يې وئيلي دي پاكستان د دفاع او سكيورټي په څانګه كښې د هېواد …
وزيراعظم شهباز شريف د هېواد د خپلواكۍ تحفظ او دفاع مضبوطولو لپاره د جديد ټيكنالوجۍ كارولو لپاره د عزم پخلے ، روبوټكس او د اټانومس سسټمز پرمختګ لپاره د سپارك اينډ ايليويټ پروګرام پېل او د 20 ملين ډالرو د پاكستان وينچر فنډ جوړولو اعلان

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف د هېواد د خپلواكۍ تحفظ او دفاع مضبوطولو لپاره د جديد ټيكنالوجۍ كارولو لپاره د عزم پخلے كړے ، ډغسې د روبوټكس او اټانومس سسټمز پرمختګ لپاره د سپارك اينډ ايليويټ پروګرام پېل او د 20 ملينه ډالرو د پاكستان وينچر فنډ جوړولو اعلان كولو سره يې وئيلي دي پاكستان د دفاع او سكيورټي په څانګه كښې د هېواد صلاحيتونه زياتولو كښې ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړې دي، په معركه حق كښې پاك پوځ د جديد آټونومس سسټمز او سائبر سكيورټي د لارې د پولو دفاع كړې، د ټيكنالوجۍ انقلاب تر څو جديدو معيشتونو، لويو كارپوريشنز او تر لويو ښارونو محدود پاتې كېدل پكار نه دي بلكې ټولو لپاره يو برابر پرمختګ پكار دے، جدت په عمل وړ حل بدلولو سره به د اولس ژوند آسانوٶ، د لا محدوده ستړو سره به راتلونكې كول لپاره به روښانه او خوشحال پاكستان جوړوٶ۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د شورو په ورځ انډس راس روبوټكس اينډ اټانومس سسټمز ايكسپو دستورې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ په دستوره كښې چيف آف آرمي سټاف و چيف آف ډيفنس فورسز فيلډ مارشل سيد عاصم منير، وفاقي وزيرانو او نورو هم ګډون وكړو۔ وزيراعظم ووئيل انډس راس روبوټكس اينډ اټانومس سسټمز ايكسپو كښې ګډون زما لپاره د خوشحالۍ خبره ده٬ دې سره د ټيكنالوجۍ په څانګه كښې د وړومبي صف كردار لوبولو په اړه د پاكستان د عزم عكاسي كېږي، دا نندارتون او دا ډول اقدامات به پاكستان د 21 پېړۍ په جديد ټيكنالوجي كښې د وړومبي صف هېواد جوړ كړي۔ وزيراعظم ووئيل د سږ كال په پېل كښې پاكستان د انډس اے آئي سمټ كوربتوب هم كړے چې ورسره د مصنوعي ځېركتيا په دور كښې د پاكستان سفر مخ په وړاندې بوتللو لپاره حكومتي استازو، ټيكنالوجي ليډرز او د محققينو كاروباريانو په ګډه د ناستې موقع ترلاسه شوې، نن انډس راس ايكسپو څخه دغه وژن ته د عملي شكل وركولو موقع ترلاسه شوه چې څنګه جدت په فعاله سلوشنز بدل كړو، روبوټكس او د ډرونز جدت سره به د مضبوط معيشت سلامتيا ښه او د اولس ژوند آسان شي٬ دې اړخ اكيډميا، انډسټري، سټارټ اپس او پاليسي ساز په يو پليټ فارم جمع كړې دي۔ وزيراعظم ووئيل زما په وركوټوالي كښې د ټيكنالوجۍ جدت د بليك اينډ وائټ ټيلي ويژن راتلل وٶ او د كورنۍ ټولو كسانو به “اچے برج لاهور دے” په څېر د پاكستان ټيلي ويژن كلاسك خپرونې په ګډه كتلې خو نن نړۍ د جديد ټيكنالوجۍ په مېدان كښې ډېره وړاندې تللې ده او مونږ د تاريخ په غېر معمولي دور كښې ژوند كوو، زرعي پيداوار لپاره اوبه او د نورو بنيادي عواملو ضرورت، موسمياتي بدلون او د نورو چېلنجونو مخنيوي لپاره د جديد ټيكنالوجۍ استعمال ډېر د اهميت وړ دے ، نن د ټيكنالوجۍ جديد شكل زمونږ په وړاندې دے٬ نن مشينان په محسوسولو په تندۍ سره پرېكړې كوي او په دې عمل درآمد كوي كوم چې يو خوب ٶ كوم چې نن په حقيقت بدلېدو زمونږ په وړاندې موجود دے۔ وزيراعظم ووئيل په ويړ وئيلې شم چې پاكستان د دفاع او سكيورټي په څانګه كښې د هېواد صلاحيتونه زياتولو كښې ځانګړې كاميابۍ ترلاسه كړې دي٬ د سلامتيا په څانګه كښې د ټيكنالوجي استعمال د وياړ وړ دے، د فيلډ مارشل سيد عاصم منير په مشرۍ كښې پاك پوځ جديد ټيكنالوجي خپله كړې، سيموليټرز سل فيصده پاكستان كښې جوړېږي، ډرونز د 60 فيصده نه زيات په ځائي كچه جوړ كړې شوي ، معركه حق كښې پاك پوځ د جديد آټونومس سسټمز او سائبر سكيورټي د لارې د پولو دفاع كړې ، ده وئوېل په معركه حق كښې د فيلډ مارشل په مشرۍ كښې د ايئر چيف مارشل ظهير احمد بابر او نيول چيف ايډمرل نويد اشرف معاونت په زړه پورې ٶ او زمونږ وسله والو ځواكونو د هېواد د خپلواكۍ تحفظ لپاره د فولادي عزم څرګندونې سره سره د هېواد صلاحيتونه، د ټيكنالوجۍ پرمختګ او د آپريشنل مهارت هم بشپړ ثبوت وركړے ، په دفاعي څانګه كښې كاميابۍ د مورني هېواد د قامي دفاع لازمي برخه ده، دې سره به زمونږ د سكيورټي نظام مضبوط شي٬ دفاع به لا ناقابل تسخير شي او دې سره به رامخې ته كېدونكې او د سباٶن خطرو مخنيوي لپاره صلاحيت زيات شي۔ ده ووئيل پاكستان به د خپلواكۍ تحفظ او دفاع مضبوطولو لپاره جديد ټيكنالوجي استعمالوي، په دفاع كښې آټونومس صلاحيتونو ترقي وركولو كښې ځانګړې پېشرفت شوے دے۔ ده ووئيل د ټيكنالوجۍ انقلاب تر څو جديد معيشتونو، لويو كارپوريشنز او تر لويو ښارونو محدود پاتې كېدل پكار نه دي بلكې ټولو لپاره يو برابر پرمختګ پكار دے، د كروندګرو حالت به ښه وي٬ كوچنے كاربار وده وكړي٬ كاروباري مېرمنو ته به سهولتونه ترلاسه شي او كمزورو طبقو ته ګټه ورسي٬ محفوظ او سپېځلې آټونومس سسټمز لپاره واضح قانون سازي او اخلاقي فريم ورك جوړول پكار دي۔ وزيراعظم په پاكستان كښې د روبوټكس او اټانومس سسټمز ترقۍ لپاره د سپارك اينډ ايليويټ پروګرام پېل كولو اعلان وكړو چې د لارې به ئې په پاكستان كښې د نړيوال معيار ټيكنالوجيز لپاره تحقيق ته وده وركولې شي او دې سره به د كاروبار ترقي او ملازمتونو موقعې زياتې شي۔ وزيراعظم د 20 ملين ډالرو د پاكستان وينچر فنډ جوړولو اعلان هم وكړو۔ وزيراعظم ووئيل تحقيق به د نړيوال معيار په ټيكنالوجۍ او اعليٰ روزګار بدلوٶ٬ د نورو هېوادونو د ټيكنالوجي محتاج نه يو بلكې په ډېر محنت سره به راتلونكې كول لپاره ځالانده او خوشحال پاكستان جوړوٶ۔ دستورې ته د آئي ټي وفاقي وزيرې شزا فاطمه خواجه هم وېنا وكړه۔
د دې نه وړاندې دستورې ته په راتګ وزيراعظم ته جامع بريفنګ وركړے شو٬ دستوره كښې د راس انډس ايكسپو په اړه دستاويزي فلم هم وښودلے شو۔











