وزیراعظم محمد شهباز شریف د نړيوالې کریډټ ریټنګ ایجنسۍ ایس اینډ پي ګلوبل  د اړخه د پاکستان خودمختار کریډټ ریټنګ د  “بي-”  نه په زياتولو د  “بي” کولو هر كلے وكړو

اسلام آباد۔22جولائي  (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د ڼريوالې  کریډټ ریټنګ ایجنسۍ ایس اینډ پي ګلوبل  د اړخه  د پاکستان خودمختار کریډټ ریټنگ "بي-"  نه په زياتولو د  "بي" کولو هر كلي سره وئېلي دي دا پیشرفت د هېواد معیشت لپاره يو مهم  سنګ میل دے ۔ د شورو په ورځ   د وزیراعظم آفس میډیا ونګ نه جاري بیان  تر مخه وزیراعظم ووئېل دا کامیابي  د حکومت د …

اسلام آباد۔22جولائي  (اے پي پي) وزیراعظم محمد شهباز شریف د ڼريوالې  کریډټ ریټنګ ایجنسۍ ایس اینډ پي ګلوبل  د اړخه  د پاکستان خودمختار کریډټ ریټنگ “بي-”  نه په زياتولو د  “بي” کولو هر كلي سره وئېلي دي دا پیشرفت د هېواد معیشت لپاره يو مهم  سنګ میل دے ۔ د شورو په ورځ   د وزیراعظم آفس میډیا ونګ نه جاري بیان  تر مخه وزیراعظم ووئېل دا کامیابي  د حکومت د موثره معاشي پالیسیو، مالیاتي نظم و ضبط، اصلاحاتي اقدامات او د  قامي معیشت  مستحکمولو لپاره په پرله پسې  هلو ځلو د نړيوال  باور  څرګندونه ده ۔ وزیراعظم ووئېل د ڼړيزالې ادارې د اړخه د پاکستان  درجه بندۍ كښې ښه والے  د حکومت معیشت ته د استحکام  وركولو،د ټیکس نظام  ښه كولو،  مالي خساره كښې د  کمي او د   زرمبادله پانګو  مضبوطولو لپاره د  د كوټلو ګامونو ثبوت دے ،حکومت   مشکل خو ضروري معاشي پرېكړې كړې دي  د كومو چې مثبت نتائج اوس په نړيواله كچه  هم تسلیمېږي  ۔ وزیراعظم ووئېل د دې  پیشرفت سره به د ڼريوالو سرمایه کارو باور زيات شي  ، د سرمایه کارۍ به نوې موقعې راپیدا  شي او  د پاکستان د معاشي ترقۍ رفتار به زيات شي ۔وزیراعظم د نائب وزیراعظم و خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار، د خزانې وفاقي وزیر سینیټر محمد اورنګزیب،  د اقتصادي ډلې  او د اړوند ادارو دې کامیابۍ لپاره  د هلو ځلو ستائنه وكړه  ۔ ده ووئېل حکومت د معاشي اصلاحات  مزل به د مكمل سنجیدګۍ او  عزم  سره روان ساتي ٬ دغسې چې پاكستان  ته تل پاتي  او  مضبوط اقتصادي بنیادونه وركړے شي ۔

 

مزید خبریں