اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي پاکستان مسلم ليګ (ن) تل د آزاد جمو و کشمير رغونه٬ پرمختك او د اولس خېرښګرې ته پام لرنه كړې ده ٬ بيا لپاره به هم اولس نه مايوسه كوٶ۔ ده دا خبرې ايل اے 8 راج محل كښې اولسي اجتماع ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ د انجينئر …
پاکستان مسلم ليګ (ن) تل د آزاد جمو و کشمير ترقۍ او د اولس خېرښګرې ته پام لرنه كړې ۔ انجينئر امير مقام

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د کشمير، ګلګت بلتستان و سيفران چارو وفاقي وزير انجينئر امير مقام وئيلي دي پاکستان مسلم ليګ (ن) تل د آزاد جمو و کشمير رغونه٬ پرمختك او د اولس خېرښګرې ته پام لرنه كړې ده ٬ بيا لپاره به هم اولس نه مايوسه كوٶ۔ ده دا خبرې ايل اے 8 راج محل كښې اولسي اجتماع ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ د انجينئر امير مقام په پناګ شريف كښې اولسي غونډې ته د راتګ تود هركلے وشو٬ انجينئر امير مقام په دربار پناګ شريف حاضري كولو سره فاتحه خواني وكړه او د پاکستان او آزاد جمو و کشمير سلامتيا، استحکام او خوشحالۍ لپاره ئې خاص دعاګانې هم وغوښتې۔ امير مقام د حلقه LA-8 راج محل-1 څخه د پاکستان مسلم ليګ (ن) كانديد ملک محمد نواز خان په حق كښې لويې اولسي اجتماع ته خپلې وېنا كښې ووئيل قائد مسلم ليګ (ن) محمد نواز شريف د کشميري اولس سره خاص مينه لري او خپلو بېلو دورونو كښې ئې په آزاد کشمير كښې يو شمېر پرمختيائي منصوبې بشپړې كړې دي، مسلم ليګ تل د كشمير اولس مسئلو حل لپاره عملي اقدامات كړي، ده ووئېل قائد مسلم ليګ (ن) ميا محمد نواز شريف به په 24 جولائي ميرپور كښې لوي اولسي غوڼدې ته وېنا كوي۔ انجينئر امير مقام كاركنانو او اولس ته غږ كولو كښې ووئيل چ په لويه شمېره په جلسه كښې ګډون وكړئ، يوازې لوظونه كافي نه دي٬ عملي خدمت اصل معيار دے،د اولس ووټ څخه به مسلم ليګ (ن) حکومت جوړوي۔









