اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم بلوچستان كښې د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد په كامياب آپريشن د امنيتي ځواكونو افسرانو او اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي چاته هم د بلوچستان امن تباه كولو اجازه نشي وركړې كېدې ۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سوراب ضلع او مستونګ ضلع كښې …
وزيراعظم بلوچستان كښې د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد كامياب آپريشن د امنيتي ځواكونو افسرانو او اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كړې

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم بلوچستان كښې د فتنه الخوارج او فتنه الهندوستان ترهه ګرو په ضد په كامياب آپريشن د امنيتي ځواكونو افسرانو او اهلكارو ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره وئېلي دي چاته هم د بلوچستان امن تباه كولو اجازه نشي وركړې كېدې ۔د شورو په ورځ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم سوراب ضلع او مستونګ ضلع كښې د لسو ترهه كرو په وژلو او د دوه ځانمرګي ميرمنو پشمول د هغوي د سهولت كارو په نيولو د امنيتي ځواكونو افسرانو او اهلكارو ډاډګيرنه وكړه ۔ده ووئيل ترهه ګر د بلوچستان او د اولس د پرمختګ او خوشحالۍ دښمنان دي٬زما پشمول ټول قام د پاك پوځ سره د هېواد د حفاظت غېر متزلزل عزم كښې د هغوي سره اوږه په اوږه ولاړ دے









