منيلا 22 جولائي (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د شورو په ورځ د فلپائن پايه تخت منيلا كښې د آسيائي پرمختيائي بانك(اے ډي بي)هيډكوارټرز دوره وكړه چرته چې د سينټرل اينډ ويسټ آيشيا ډيپارټمنټ ډائرېكټر جنرل ليه ګټيريز د هغه هركلے وكړو۔د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم په راتګ د اے ډي بي وزيټرز بك كښې خپل تاثرات هم قلم بند كړل۔د …
نائب وزيراعظم محمد اسحاق ډار فلپائن كښې د اېشين ډوېلپمنټ بانك د هيډكواټرز دوره٬وزيټرز بك كښې تاثرات قلم بند

مزید خبریں
منيلا 22 جولائي (اے پي پي)نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار د شورو په ورځ د فلپائن پايه تخت منيلا كښې د آسيائي پرمختيائي بانك(اے ډي بي)هيډكوارټرز دوره وكړه چرته چې د سينټرل اينډ ويسټ آيشيا ډيپارټمنټ ډائرېكټر جنرل ليه ګټيريز د هغه هركلے وكړو۔د خارجه دفتر له مخې نائب وزيراعظم په راتګ د اے ډي بي وزيټرز بك كښې خپل تاثرات هم قلم بند كړل۔د دې نه پس آسيائي پرمختيائي بينك كښې د پاكستان ايګزيكټو ډائرېكټر نشيطه محسن د نائب وزيراعظم په درناوي كښې د وركنګ لنچ اهمتام وكړو چې پكښې د اے ډي بي بيلو څانګو او په منطقو كښې اعلٰی قيادتي مناسب خذمات ترسره كوونكو پاكستاني شخصياتو ګډون وكړو۔د ملاقات په مهال د آسيائي پرمختيائي بانك په بدله شوې پرمختيائي ايجنډا ٬پاكستان سره د شراكتدارۍ او د بينك بيلو څانګو او په منطقه كښې د خذمات په پيشرفت د پاكستاني پروفيشنلز په مهم كردار د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔نائب وزيراعظم نشيطه محسن ته آسيائي پرمختيائي بانك كښې د پاكستان ايګزيكټو ډائرېكترې ذمه وارۍ په سنبهالولو مباركي وركړه او د پاكستان او اے ډي بي ترمينځه مرستې ته لا ودې وركولو لپاره يې د نيكو خواهشاتو څرګندونه وكړه










