اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير سوراب او مستونګ كښې په كامياب انټيلي جنس بېسډ آپريشن كښې د 10 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی دي ۔د ريلوے وفاقي وزير خپل بيان كښې ووئېل د هېواد امن٬استحكام او سلامتيا لپاره د ترهه ګرۍ په ضد د امنيتي ځواكونو قربانۍ ټول قام لپاره د وياړ سبب دي ٬ د هند په …
د ريلوے وفاقي وزير سوراب او مستونګ كښې د آپريشن په مهال د 10 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د ريلوے وفاقي وزير سوراب او مستونګ كښې په كامياب انټيلي جنس بېسډ آپريشن كښې د 10 ترهه ګرو په وژلو امنيتي ځواكونو ته پيرزوئنې وړاندې كړی دي ۔د ريلوے وفاقي وزير خپل بيان كښې ووئېل د هېواد امن٬استحكام او سلامتيا لپاره د ترهه ګرۍ په ضد د امنيتي ځواكونو قربانۍ ټول قام لپاره د وياړ سبب دي ٬ د هند په سرپرستۍ كښې سرګرم ترهه ګر عناصر او فتنه الهندوستان پشمول ټول تخريبي نيټ وركس په ضد موثر كاروائۍ د قامي سلامتيا لپاره ضرورې دي۔د محمد حنيف عباسي وينا وه پاكستان څخه به د ترهه ګرۍ تر بشپړه خاتمې د امنيتي ځواكونو كاروائۍ په ټول قوت سره روانې وي٬ټول قام خپلو بهادرو ځوانانو سره اوږه په اوږه ولاړ دے او د هېواد دښمن عناصر ناپاكه عزام به چرې هم كامياب نه شي










