اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د ايران د كورنيو چارو وزير اسکندر مومني د نادرا هيډکوارټر دوره وكړه چرته چې د نادرا چيئرمين هغه ته د ادارې په کارکردګۍ او خدمات تفصيلي بريفنګ وركړو٬ د دورې نه پس خپلو خبرو كښې هغه د نادرا دوره ډېره په زړه پورې او د ډاډ وړ وګرځوله۔ هغه ووئيل شل كاله وړاندې مې د نادرا هيډکوارټر دوره كړې وه او …
د ايران د كورنيو چارو وزير اسکندر مومني د نادرا هيډکوارټر دوره، د ادارې د پېشرفت او ډيجيټل خدمات ستائنه

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د ايران د كورنيو چارو وزير اسکندر مومني د نادرا هيډکوارټر دوره وكړه چرته چې د نادرا چيئرمين هغه ته د ادارې په کارکردګۍ او خدمات تفصيلي بريفنګ وركړو٬ د دورې نه پس خپلو خبرو كښې هغه د نادرا دوره ډېره په زړه پورې او د ډاډ وړ وګرځوله۔ هغه ووئيل شل كاله وړاندې مې د نادرا هيډکوارټر دوره كړې وه او شل كاله پس مې دلته ځانګړے او ډېر په زړه پورې بدلون وليدو ۔ هغه ووئيل نادرا د جديد ټيکنالوجۍ استعمال او د اولسي سهولتونو په وركولو كښې ځانګړے پېشرفت كړے ٬ د نادرا جديد شناختي نظام او ډيجيټل خدمات د ستائنې وړ دي او دې ادارې سره به د دواړو هېوادونو ترمېنځه اداره جاتي مرسته لا وده ومومي










