اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان د نوموړې ټيك کمپنۍ سام سنګ له په پاکستان كښې د جوړېدونكو موبائل فونز برآمدات زياتولو او د پاکستان موبائل فون مينوفيکچرنګ، ريفربشمنټ او د برآمدات سيمه ايز مركز جوړولو بلنې سره باور وركړے چې حکومت به د برآمدات، ويليو ايډيشن او صنعتي سرمايه کارۍ ودې لپاره هر ممكن مرسته كوي۔ د تجارت وزارت وياند …
وفاقي وزير جام کمال خان سره د سام سنګ پاکستان کنټري هيډ سره د خپل پلاوي وليدل

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د تجارت وفاقي وزير جام کمال خان د نوموړې ټيك کمپنۍ سام سنګ له په پاکستان كښې د جوړېدونكو موبائل فونز برآمدات زياتولو او د پاکستان موبائل فون مينوفيکچرنګ، ريفربشمنټ او د برآمدات سيمه ايز مركز جوړولو بلنې سره باور وركړے چې حکومت به د برآمدات، ويليو ايډيشن او صنعتي سرمايه کارۍ ودې لپاره هر ممكن مرسته كوي۔ د تجارت وزارت وياند له مخې د شورو په ورځ د سام سنګ پاکستان کنټري هيډ د خپل پلاوي سره د تجارت وفاقي وزير سره ليدلي۔ په دې موقع وفاقي وزير په سام سنګ زور راوړو چې ھغوي د پاکستان تر ځائي ماركيټ محدود پاتې كېدو په ځائے دلته جوړ كړي اسمارټ فونز په خاص توګه افريقائي هېوادونو او نورو رامخې ته كېدونكو منډيانو ته برامد كړي۔ ده ووئيل پاکستان له د خپل زيات شوي مينوفيکچرنګ صلاحيت څخه ګټې پورته كولو سره د نړيوال سپلائي چين برخه جوړېدل پكار دي۔ په دې موقع جام کمال خان په پاکستان كښې د تصديق شوي موبائل فون ريفربشمنټ مرکزونو جوړولو د سام سنګ د تجويز ستائنه هم وكړه۔ ده ووئيل منظم ريفربشمنټ نظام به نه يوازې ځائي صنعت مضبوط كړي بلكې معياري او د وارنټۍ وړ ريفربشډ موبائل فونز برآمدات، د روزګار نوې موقعې او تکنيکي پوې ته په وده وركولو كښې به هم مرستياله ثابت شي










