ډيوډ وارنر د شراب په نشه كښې د ډرائيونګ كولو جرم قبول كړو ٬  كپتاني په خطر كښې پرېوتله

  سډني۔ 22 جولائي (اے پي پي) د سډني تهنډر نامتو  لوبغاړي او كپتان ډيوډ وارنر  د شراب نوشۍ په حالت كښې د ډرائيونګ كولو  په مقدمه كښې خپل جرم قبول كړے دے  ٬ د كوم نه پس چې د هغه كپتاني په خطر كښې پرېوتې ده ۔ د ايس پي اين تر مخه   د ويورلي لوكل كورټ كښې د سماعت په مهال ډيوډ وارنر   د اړخه د هغه وكيل …

 

سډني۔ 22 جولائي (اے پي پي) د سډني تهنډر نامتو  لوبغاړي او كپتان ډيوډ وارنر  د شراب نوشۍ په حالت كښې د ډرائيونګ كولو  په مقدمه كښې خپل جرم قبول كړے دے  ٬ د كوم نه پس چې د هغه كپتاني په خطر كښې پرېوتې ده ۔ د ايس پي اين تر مخه   د ويورلي لوكل كورټ كښې د سماعت په مهال ډيوډ وارنر   د اړخه د هغه وكيل بابهي هل مېډيا او عدالت ته ووئېل  د هغه موكل  د اسيټر په مهال شراب څښلو نه بس  د ګاړي چلولو تور  تسليم كړے دے٬ 39 كلنه د آسټرېليا لوبغاړي  ډيوډ وارنر  په 5 اپرېل سډني كښې  د پوليس روډ سائېډ چېكنګ په مهال اودرولے شوے ؤ  او بيا د ماروبرا پوليس تهاڼه كښې د معائنې په مهال د هغه په وينه كښې د الكحل مقدار د قانوني حد نه يو په دوه زيات يعني  104۔0  رامخې ته شو۔  د ډيوډ وارنر وكيل ووئېل  ډيوډ وارنر  پخپله پرېكړه ډېر خفه دے   او هغه  ته معلومه ده  چې هغه يو ډېر غېر ذمه وار او ناسمه ګام اغستے ۔ د عدالت د اړخه د هغه د سزا فېصله به په 18 اګست اورولې شي۔واضحه دې وي چې په ډيوډ وارنر  په كال 2018 كښې  د بال ټمپرنګ سكېنډل نه پس  په قيادت تر ټول عمري بندېز لګولے شوے ؤ  كوم چې په كال  2024 كښې ختم شوے ؤ۔  خو د دې نوې قانوني معاملې نه پس  د سډني تهنډر په كپتانۍ د هغه پاتي كېدلو په اړه پوښتنې رامخې ته شوي دي۔

 

مزید خبریں