الجزائر كښې د سختې ګرمۍ د لاسه په ځنګلو لګېدلي اور كښې 6 كسان مړه شول

  الجزائر۔22 جولائي (اے پي پي)  الجزائر كښې د سختې ګرمۍ د لاساه په ځنګلو لګېدلي اور څخه  په بېلا بېلو سيمو كښې د لږ نه لږ  6 كسان مړه شول۔ د شنهوا تر مخه   د الجزائر داخله وزارت ٬ د ځايي حكومتونو او ټرانسپورټ مطابق په قطبي سيمو كښې د روانې سختې ګرمۍ څخه په ځنګلو او جهاړو بوټو  كښې  د اوور لګېدو پیښې زياتې شوي دي۔ د سول …

 

الجزائر۔22 جولائي (اے پي پي)  الجزائر كښې د سختې ګرمۍ د لاساه په ځنګلو لګېدلي اور څخه  په بېلا بېلو سيمو كښې د لږ نه لږ  6 كسان مړه شول۔ د شنهوا تر مخه   د الجزائر داخله وزارت ٬ د ځايي حكومتونو او ټرانسپورټ مطابق په قطبي سيمو كښې د روانې سختې ګرمۍ څخه په ځنګلو او جهاړو بوټو  كښې  د اوور لګېدو پیښې زياتې شوي دي۔ د سول پروټېكشن ډېپارټمنټ  وياند نسيم برناوي سركاري رېډيو ته ووئېل  د جولائي د پېل نه  تر اوسه  په ټول هېواد كښې يو زر 460 د اور لګېدو پیښې رېكارډ شوي دي۔  هغه ووئېل د پوځ ٬ ځنګلات محكمې ٬ ځايي انتظاميې او د اړوند ادارو او رضا كارو  په مرسته په اور د 85 نه تر 90 فيصد قابو موندلے شوے دے  خو په عنابه ٬ بجابه٬ قالمه ٬ الطارف ٬ خنشله ٬ مېله ٬ البوېره ٬ المديه او مسكره ولايتونو كښې  د اور مړ كولو عمل لا هغسې روان دے۔

مزید خبریں