ملګري ملتونه 22 جولائي (اے پي پي) پاکستان د سوريه نوي مشرتابه لخوا هېواد د استحکام په لاره د راونولو هڅو ستائنې كولو سره په نړيوالې ورورولۍ زور راوړے دے چې ھغوي د سوريه د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا د احترام سره د هغوي بشپړ ملاتړ وكړي۔ دا خبره د وزيراعظم خاص مرستيال سيد طارق فاطمي د سوريه په صورتحال د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل غونډې ته …
نړيواله ورورولې دې د سوريه د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا احترام او ملاتړ وكړي۔ پاکستان

مزید خبریں
ملګري ملتونه 22 جولائي (اے پي پي) پاکستان د سوريه نوي مشرتابه لخوا هېواد د استحکام په لاره د راونولو هڅو ستائنې كولو سره په نړيوالې ورورولۍ زور راوړے دے چې ھغوي د سوريه د خپلواكۍ او سيمه ايزې سلامتيا د احترام سره د هغوي بشپړ ملاتړ وكړي۔ دا خبره د وزيراعظم خاص مرستيال سيد طارق فاطمي د سوريه په صورتحال د ملګرو ملتونو د سلامتي کونسل غونډې ته خپلې وېنا كښې وكړه۔ ده ووئيل د سوريه نوې قيادت په هېواد كښې استحکام، د قامي ادارو بحالي او د خوشحاله سباون بنياد اېښودو لپاره د عزم څرګندونه كړې ده٬ د كلونو راهسې د شخړو نه پس د سوريه اولس ته اوس د نوي باب پېل كولو موقع ترلاسه شوې ده۔ سيد طارق فاطمي ووئيل په سوريه د لګېدلو بندېزونو خاتمه د هغوي معاشي بحالۍ او په نړيوالې ورورلۍ كښې د بيا شاملېدو پلو مهم ګام دے، خو ضروري ده چې د دې عملي ګټې د سوريه اولس ته ورسولې شي۔ سيد طارق فاطمي د سوريائي سيمو په خاص توګه د ګولان په غرونو د اسرائيل د غېر قانوني قبصې عندنې كولو سره دغه د نړيوال قانون خلاف ورګرځوله۔ ده ووئيل د سلامتي کونسل په قراردادونو 338 (1973) او 497 (1981) پشمول په 1974 كښې د اسرائيل او د سوريه ترمېنځه په شوې لوظنامه “ايګريمنټ آن ډس انګيجمنټ” بشپړ عملدرامد پكار دے۔ ده خبردارے وركړو چې سوريه د سيمه ايز تاٶ تريخوالي برخې جوړېدو څخه ساتنه ضروري ده ځكه چې داسې صورتحال د هېواد استحکام، بيا رغونې، معاشي بحالۍ او د اولس خېرښګره ځپلې شي٬ طارق فاطمي په سوريه كښې د روان بشري بحران مخنيوي لپاره نړيوالې ورورولۍ ته د مسلسل مرستې او ملاتړ جاري ساتلو غږ وكړو۔









