اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي)د قانون او انصاف او بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي كوم قامونه چې تعليم٬سائنس تحقيق او بشري وسائلو كښې سرمايه كاري كوي٬د سباؤن قيادت هم هغوي كوي٬اسلامي نړۍ له پرمختګ٬خود انحصاري٬ روښانه سباون او شريكې خوشحالۍ ترلاسه كولو لپاره به علم٬تحقيق٬جدت او په ټېكنالوجۍ اډانه شريكه تګلاره اختيارول وي او معياري تعليم د هر انسان بنيادي حق دے …
چې كوم قامونه تعليم٬سائنس تحقيق او بشري وسائلو كښې سرمايه كاري كوي٬د سباؤن قيادت هم هغوي كوي۔د قانون او انصاف او د بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي)د قانون او انصاف او بشري حقونو وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ وئېلي دي كوم قامونه چې تعليم٬سائنس تحقيق او بشري وسائلو كښې سرمايه كاري كوي٬د سباؤن قيادت هم هغوي كوي٬اسلامي نړۍ له پرمختګ٬خود انحصاري٬ روښانه سباون او شريكې خوشحالۍ ترلاسه كولو لپاره به علم٬تحقيق٬جدت او په ټېكنالوجۍ اډانه شريكه تګلاره اختيارول وي او معياري تعليم د هر انسان بنيادي حق دے او هم دغه د تل پاتې پرمختګ٬قوي ادارو او خپلواكه ټولنې بنياد دے۔ده د دې خيالاتو څرګندونه د شورو په ورځ اسلام آباد كښې د سائنسي و تكنيكي مرستې لپاره د او آئي سي قائمه كمېټۍ(كامسټيك)تر سيوري لاندې د تعليم٬سائنسي تحقيق او جدت لپاره نړيوال اسلامي فورم ته د خاص مېلمه په حېث خطاب كښې وكړه ۔فورم كښې د او آئي سي ادارو نمائندګانو٬د بيلو اسلامي هېوادونو سفيرانو٬د كينيا منډيرا كاؤنټي ګورنر محمد عدن خليف٬د ملائېشيا سينيټر توان جزيري الكاف٬د كامسټيك اعزازي صلاحكار پروفيسر ډاكټر شاهد محمود٬د بحريه يونيورسټۍ ريكټر وائس ايډمرل(ر)عابد حميد٬د بېلا بيلو پوهنتونونو وائس چانسلرانو٬نوموړو سائنسمدارو٬محقيقن٬د تعليم پوهانو٬اسكالرز او د او آئي سي غړو هېوادونو پلاوي ګډون وكړو۔د دستورې په پېل كښې د كامسټيك كوآرډينيټر جنرل پروفيسر ډاكټر محمد اقبال چوهدري د وفاقي وزير هركلي كولو سره پاكستان ته د 9 م او آئي سي د مېرمنو وزارتي كنفرنس په كامياب كوربتوب او راتلونكو دوو كلونو لپاره د دې چيئرمين شپ په سنبهالولو مباركي وركړه۔ده د اسلام آباد د علمي ورثې او “علم نافع”تصور رامخې ته كولو سره ووئېل تعليم٬سائنس٬ټېكنالوجي او جدت د اسلامي نړۍ سماجي او د معاشي پرمختګ بنياد دے۔د ده وينا وه چې علم د انسانيت خذمت او د اوسني دور چېلنجونو مخ نيوي لپاره كارول پكار دي۔پروفيسر ډاكټر محمد اقبال چوهدري ووئيل كامسټيك سكالرشپس٬فيلوشپس٬تحقيقي همكاري٬ د كار استعداد زياتولو پروګرامز او كامسټيك كنسورشيم آف ايكسيلينس د لارې د او آئي سي غړو هېوادونو پوهنتونونو او تحقيقي ادارو ترمينځه مرستې ته وده وركوي۔دوي د تحقيق مرستې٬جدت او سائنسي استعداد زياتوالي لپاره د كامسټيك د عزم پخلے هم وكړو ۔په خپل خطاب كښې وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ ووئېل تعليم يوازې د پرمختګ ذريعه نه بلكې بنيادي انساني حق هم دے۔تعليم په خاص توګه ميرمنې او ځوانان خپلواكه جوړوي٬يو برابر موقعې وركوي٬ادارې قوي كوي او د سباؤن سائنسمدارو٬كاروباري لارښودو او د قائدين په رامخې ته كولو كښې بنيادي كردار ادا كوي٬ځكه تر معياري تعليم رسنه آئيني ذمه دارۍ سره سره د بشري حقونو هم تقاضا ده۔ده ووئيل اسلامي نړۍ له د موجوده نړيوالو چېلنجونو مقابلې كولو لپاره به شريكې مرستې٬سائنسي تحقيق٬اختراع٬جديد ټېكنالوجي٬تعليمي تبادلو او د بشري وسائلو پرمختګ ته خاص پام كول وي۔ده ووئيل چې كوم هېوادونه تعليم٬تحقيق او بشري سرمايه كارۍ كښې سرمايه كاري كوي٬هم هغه سباؤن كښې د نړيوال قيادت په چوكۍ فائز وي۔وفاقي وزير د كامسټيك خذمات ستائېلو سره ووئېل د پروفيسر ډاكټر محمد اقبال چوهدري په مشرۍ كښې ادارې ګڼ شمېر زده كوونكو٬محقيقين او سائنسمدارو لپاره اعلٰی تعليم٬تحقيق او د پيشه وره پرمختګ نوې موقع راپیدا كړي۔د بحريه پوهنتون ريكټر وائس ايډمرل(ر)عابد حميد د فورم په كاميابولو كامسټيك ته پيرزوئنې وړاندې كولو سره ووئېل د پوهنتونونو٬حكومتونو٬صنعت او تحقيقي ادارو ترمينځه قوي شراكتداري اسلامي نړۍ كښې سائنسي پرمختګ٬ د ټېكنالوجۍ ودې او تل پاتې د معاشي پرمختګ ضمانت جوړېدے شي۔د فورم په اختتام د او آئي سي كامسټيك آؤټ ريچ او ميډيا سي سي او مرتضٰی نور ګډون كونكو مننه وكړه۔









