اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب په واشنګټن ډي سي كښې د امريکې انټرنيشنل ډويلپمنټ فنانس کارپوريشن (ډي ايف سي) استازو سره ليدلي چې پكښې د توان، آئي ټي، انفراسټرکچر، معدنيات، خوراك او د كر كېلې په څېر ترجيحي څانګو كښې د ډي ايف سي مكمل مرستې له د خوښۍ څرګندونه وشوه۔ د شورو په ورځ د فنانس ډويژن له مخې د …
د خزانې وزير د ډي ايف سي استازو سره ملاقات، په ترجيحي څانګو كښې د ادارې مكمل مرستې لپاره د خوښۍ څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب په واشنګټن ډي سي كښې د امريکې انټرنيشنل ډويلپمنټ فنانس کارپوريشن (ډي ايف سي) استازو سره ليدلي چې پكښې د توان، آئي ټي، انفراسټرکچر، معدنيات، خوراك او د كر كېلې په څېر ترجيحي څانګو كښې د ډي ايف سي مكمل مرستې له د خوښۍ څرګندونه وشوه۔ د شورو په ورځ د فنانس ډويژن له مخې د ملاقات په مهال د خزانې وزير ووئيل توان، آئي ټي، انفراسټرکچر، معدنيات، خوراك او د زراعت په څېر ترجيحي څانګو كښې د ډي ايف سي د بشپړه مرستې خوښي لرو۔ ده د ډي ايف سي لخوا بندرځايونو، ټيلي کميونيکيشن، آئي ټي، توان، معدنيات، داروګان جوړولو ، مينوفيکچرنګ او د سپلائي چين بهترۍ په څېر مهمو څانګو ته د خاص پام لرنې هركلي كولو سره ووئيل ذكر شوو څانګو ته د ډي ايف سي پام د پاكستان حکومت پرمختيائي ترجيحات سره سمون خوري۔ ده د ډي ايف سي ډلې ته د پاکستان دورې بلنه وركړه دغسې چې د سرمايه کارۍ وړ منصوبې رامخې ته كړې شي او اړوندز شراکت دارو سره په ګډه د عمل وړ كاروباري منصوبه جوړه كړې شي۔ په ملاقات كښې په پاکستان كښې د ډي ايف سي نمائندګي جوړولو په امکان او په سباون كښې د امريکائي کانګريس پلاويو سره د روابطو په چارو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه









