پاک چين بي ټو بي فارماسيوټيکل اينډ هيلتھ کيئر انويسټمنټ کنفرنس كښې د فارماسيوټيکل سيکټر شپږو مهمو ذيلي څانګو ته خاص پاملرنه وشوه۔ مصطفيٰ کمال

  اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي پاک چين بي ټو بي فارماسيوټيکل اينډ هيلتھ کيئر انويسټمنټ کنفرنس كښې د فارماسيوټيکل سيکټر شپږو مهمو ذيلي څانګو ته خاص پاملرنه شوې، چې مقصد ئې پاکستان كښې سرمايه كاري، د ټيکنالوجۍ منتقلي او ځائي صنعت ته وده وركول دي۔ ده ووئيل پاکستان كښې كارېدونكې 13 واكسين په مكمل توګه د بهر څخه …

 

اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د روغتيا وفاقي وزير سيد مصطفيٰ کمال وئيلي دي پاک چين بي ټو بي فارماسيوټيکل اينډ هيلتھ کيئر انويسټمنټ کنفرنس كښې د فارماسيوټيکل سيکټر شپږو مهمو ذيلي څانګو ته خاص پاملرنه شوې، چې مقصد ئې پاکستان كښې سرمايه كاري، د ټيکنالوجۍ منتقلي او ځائي صنعت ته وده وركول دي۔ ده ووئيل پاکستان كښې كارېدونكې 13 واكسين په مكمل توګه د بهر څخه راځي ، خو اوس حکومت د هېواد وړومبۍ قامي واکسين پاليسي جوړه كړې ده٬ كومه چې به په ځائي كچه د واکسين جوړولو لاره هواره كړي۔ دا خبره ده د شورو په ورځ پرېس كنفرنس كښې وكړه۔ ده ووئيل  د صحت څانګه ډېره حساس ده او دلته عام نه بلكې تجربه  لرونكو كسانو ته اړتيا وي۔ ده ووئيل دا مهال پاکستان 85 فيصده داروګان خپله جوړوي، خو د دې داروګانو په جوړولو كښې استعمالېدونكې 95 فيصده خام مال د  بهر نه راځي۔ مصطفيٰ کمال ووئيل د صحت وزارت ډلې د پاکستان او چين کمپنو ترمېنځه د مؤثره ’’ميچ ميکنګ‘‘عمل بشپړ كړے دے چې په نتيجه كښې ئې په دوه ورځني كنفرنس كښې 240 پلاويو او د چين 140 کمپنو ګډون وكړو ٬ دغسې 340 دوه اړخيزه كاروباري ملاقاتونه شوي۔ ده ووئيل د کنفرنس په مهال 22 کمپنو د 629.5 ملين امريکي ډالرو  لوظنامې لاسليك كړي او د 800 ملين امريکائي ډالرو په مفاهمتي يادداښتونو (ايم او يوز) هم لاسليك شوے دے

مزید خبریں