اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي سره د ايران د كورنيو چارو وزير اسکندر مومني د خپل اعلې كچ پلاوي سره مهم ملاقات كړے چې پكښې په پاکستان كښې د ايران سفير ډاکټر رضا اميري مقدم هم موجود ٶ٬ په ملاقات كښې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د ريلوے په مرسته، د پولې پورې غاړې رابطو او د شريك تجارت په …
د رېلوے وفاقي وزير سره د ايران داخله وزير سره د خپل پلاوي وليدل، د اسلام آباد-تهران-استنبول ټرين سروس په بحالۍ د خيالاتو څرګندونه

مزید خبریں
اسلام آباد 22 جولائي (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير محمد حنيف عباسي سره د ايران د كورنيو چارو وزير اسکندر مومني د خپل اعلې كچ پلاوي سره مهم ملاقات كړے چې پكښې په پاکستان كښې د ايران سفير ډاکټر رضا اميري مقدم هم موجود ٶ٬ په ملاقات كښې د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د ريلوے په مرسته، د پولې پورې غاړې رابطو او د شريك تجارت په وده تفصيلي خبرې وشوې۔ په دې موقع د اسلام آباد-تهران-استنبول (آئي ټي آئي) فريټ ټرين سروس په بحالۍ خبرو سره په كال 1959 كښې د رېلوے دوه اړخيزه لوظنامې او د 2025 فريم ورک آف کوآپريشن له مخې تکنيکي و تجارتي روابطو ته لا پراختيا وركولو لپاره د عزم پخخلے وشو۔ خپلو خبرو كښې د رېلوے وزير ووئيل مين لائن-3 د پاکستان او ايران ترمېنځه د رېلوے رابطې بنيادي کوريډور دے ٬ د دې مهم لائن د اپ ګريډيشن کار سږ كال د پېل كېدو هيله ده كوم چې به تر دسمبر كال 2029 بشپړ شي، چې ورسره به سيمه ايز تجارت ډېره وده ومومي۔ ده ووئيل د ايران ريلوے په درخواست د تفتان ريلوے اسټيشن ته د ‘کسټمز کليئرنس اسټيشن’ درجه وركړې شوې دغسې چې د پولې پورې غاړه مال بردارۍ كښې اساني وي٬ حنيف عباسي د زاهدان-تفتان سيکشن په بحالۍ د ايران د اقدامات ستائنه وكړه او د اوسني بحران په مهال يې د ايراني قام، سپريم ليډر او د قيادت استقامت ته پېرزوئنې وړاندې كولو سره شهيدانو ته هم د عقيدت پېرزوئنې وړاندې كړې۔ د ايران داخله وزير اسکندر مومني په ښه كوربتوب مننې كولو سره ووئيل د پاكستان او ايران اړيكې تاريخي او ژورې دي، كومې چې په تېرو دوو كالونو كښې مثالي كچې ته رسېدلې دي۔ ده د اوسني تاٶ تريخوالي په مهال د پاکستان د غير متزلزل مرستې په خاص توګه د وزيراعظم شهباز شريف او فيلډ مارشل سيد عاصم منير د مؤثره سفارتي او په زړه پورې هلو ځلو ته په زرينو ټكو پېرزوئنې وړاندې كړې٬ په سخت وخت كښې د پاکستان د ورورولۍ او په زړه پوري كردار ته به د ايران قام تل په درنه سترګه ګوري او ياد به ساتي









