واشنګټن ۔22 جولائي (اے پي پي) د امرېكې انتظاميې د يوكريېن لپاره د 40 مېلين ډالرو پوځي مرسته ايساره كړه۔ د تاس تر مخه د امرېكې سنېټر ډك ډربن انكشاف كړے دے چې د امرېكې انتظاميه د كانګرېس څخه منظور كړې د يوكرېن لپاره اضافي د 400 مېلين پوځي مرستې د سمدستي منتقل كولو نه انكار كړے دے۔ د الينوائے څخه تعلق لرونكې ډيمو كرېتك سېنېټر ډك ډربن د …
امرېكې د يوكرېن لپاره د 400 مېلين ډالره پوځي مرسته ايساره كړه
واشنګټن ۔22 جولائي (اے پي پي) د امرېكې انتظاميې د يوكريېن لپاره د 40 مېلين ډالرو پوځي مرسته ايساره كړه۔ د تاس تر مخه د امرېكې سنېټر ډك ډربن انكشاف كړے دے چې د امرېكې انتظاميه د كانګرېس څخه منظور كړې د يوكرېن لپاره اضافي د 400 مېلين پوځي مرستې د سمدستي منتقل كولو نه انكار كړے دے۔ د الينوائے څخه تعلق لرونكې ډيمو كرېتك سېنېټر ډك ډربن د كانګرېس د اپروي پرې اېشنز كمېټۍ غونډې په مهال د جوائنټ چيفس آف اسټاف چېيئرمېن نه پوښتنه وكړه چې آيا ده ته د دې خبرې علم شته يا انتظاميه خبر كړے دے چې دا فنډ به د راروان صدر پورې دستياب نه وي۔ په دې جنرل ډېن كېن ځواب وركړو چې زه په دې اړه كوم معلومات نه لرم ۔ سېنېټر ډربن زياته كړه چې د خرڅونو موجود منصوبې تر مخه د دې پیسو د كارولو چمتوالے به په مالي كال 2029 كښې نيولې شي او په دې اړه ختمې پرېكړه به د امرېكې نوے صدر كوي۔ هغه كه هر څوك وي۔ دا بيان د سېنېټ اپرېوپرې اېشنز كمېټۍ د غونډې په موقع رامخې ته شوے چې پكښې د امرېكې د دفاع وزير بېټ هېګسته هم موجود ؤ۔










