تېر كال 1۔114  ارب ډالر د سكېمنګ د لارې  لوټ كړے شوي ٬ ملګري ملتونه

  ملګري ملتونه۔ 22 جولائي (اے پي پي)  په سوئېلې  ختيزه اسيا كښې جرائم بېشه ډلې په بيړه سره د كوټلي نېټ وركس  او جديد ټېكنالوجۍ په كارولو يو داسې غېر قانوني معيشت  جوړوي  كوم چې ډېر په تندۍ سره خورېږي  او د كوم اثرات چې د اسيا څخه ډېر وړاندې  محسوسيږي۔ د اردو نيوز تر مخه د ملګرو ملتونو راپور كښې وئېلې شوي دي  چې يوازې د ټګې برګۍ …

 

ملګري ملتونه۔ 22 جولائي (اے پي پي)  په سوئېلې  ختيزه اسيا كښې جرائم بېشه ډلې په بيړه سره د كوټلي نېټ وركس  او جديد ټېكنالوجۍ په كارولو يو داسې غېر قانوني معيشت  جوړوي  كوم چې ډېر په تندۍ سره خورېږي  او د كوم اثرات چې د اسيا څخه ډېر وړاندې  محسوسيږي۔ د اردو نيوز تر مخه د ملګرو ملتونو راپور كښې وئېلې شوي دي  چې يوازې د ټګې برګۍ او سكېمنګ د لارې 2025 كښې په نړيواله كچه 3۔88 ارب ډالر لوټ كړے شوي دي۔ د ملګرو ملتونو  د نشه اي توكو د مخ نيوي دفتر (يواين او ډي سي) راپور كښې وئېلي دي  چې هغه نړيوال جرائم كوم چې زياتره اول تر سوئېلې اسيا محدود وو  اوس تر نورو منطقو پراخه شوي دي ٬ دغسې  نړيوالې جرائم پېشه ډلې اسيا كښې د نشه اي توكو٬ بشري قاچاق او د ځنګلي زنده سر په غېر قانوني تجارت كښې ككړې دي ۔ د راپور تر مخه  جرائم پیشه عناصر  د نوې ټېكنالوجۍ د لارې  نړيوال مالياتي نظام كښې مني لانډرنګ كوي او د مصنوعي څېركتيا  په كارولو ګرده نړۍ كښې خلق په نخښه كوي۔راپور كښې دا هم انكشاف شوے چې  چې ماشومان ته د مصنوعي حېركتيا او آن لائن ګېمنګ دواړو څخه  سختې خطرې ورمخې ته دي۔دغسې سوشل مېډيا ٬ آن لائن ګېمنګ او د جوارۍ وېپ پاڼې هم د ماشومانو  لپاره خطري ثابتېږي۔

مزید خبریں