منيلا۔ 22 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د شورو په ورځ منيلا كښې د 33 م آسيان ريجنل فورم (اے آر ايف) د وزارتي غونډې نه وړاندې د روسيه فېډرېشن خارجه وزير سرګۍ لاروف سره ملاقات وكړو او په ګن اړخيزه فورمز يې د رابطه كارۍ لا مضبوطولو لپاره د خپل عزم پخلے وكړو۔ د خارجه دفتر تر مخه دواړو لارښودو د …
د نائب وزيراعظم منيلا كښې د روس خارجه وزير سره ملاقات ٬ په ګن اړخيزه فورم رابطه كاري مضطولو لپاره د عزم پخلے
منيلا۔ 22 جولائي (اے پي پي) نائب وزيراعظم و خارجه وزير سېنېټر اسحاق ډار د شورو په ورځ منيلا كښې د 33 م آسيان ريجنل فورم (اے آر ايف) د وزارتي غونډې نه وړاندې د روسيه فېډرېشن خارجه وزير سرګۍ لاروف سره ملاقات وكړو او په ګن اړخيزه فورمز يې د رابطه كارۍ لا مضبوطولو لپاره د خپل عزم پخلے وكړو۔ د خارجه دفتر تر مخه دواړو لارښودو د پاكستان او روسيي د اړيكو جاج واغست او د تجارت ٬ توان٬ كنيكټيوټي او نورو مهم څانګو كښې د مرستې لا ودې لپاره يې په ګن اړخيزه فورمز د رابطه كارۍ لا مضبوطولو لپاره د عزم پخلے وكړو۔ هغوي په دې خبره زور راوړو چې د پاكستان او روسېه شراكت داري زياتولو لپاره د اعلې كچې روابطو تسلسل ډېر ضروري مهم دے۔ دواړو لارښودو په مهم سيمه ايز او نړيوال پېشرفت هم خبرې وكرې او د شريكو رابطو برقراره ساتلو ته يې اتفاق وكړو۔












