د پاکستان حکومت د  جي ايم ټي اين او نړيوالو سکوك پروګرامز لپاره نړيوالو بېنكونو سره د کنسورشيم اعلان

  اسلام آباد۔21جولائي  (اے پي پي) د پاکستان حکومت د  جي ايم ټي اين او نړيوالو سکوك پروګرامز لپاره نړيوال بېنكونو سره د کنسورشيم اعلان كړے دے۔ د نهې په ورځ د خزانې وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب واشنګټن ډي سي څخه د ويډيو لنك د لارې د پاکستان ګلوبل ميډيم ټرم نوټ (جي ايم ټي اين) او  نړيوال سکوك پروګرام …

 

اسلام آباد۔21جولائي  (اے پي پي) د پاکستان حکومت د  جي ايم ټي اين او نړيوالو سکوك پروګرامز لپاره نړيوال بېنكونو سره د کنسورشيم اعلان كړے دے۔ د نهې په ورځ د خزانې وزارت لخوا د جاري خبر پاڼې له مخې د خزانې وزير سينيټر محمد اورنګزيب واشنګټن ډي سي څخه د ويډيو لنك د لارې د پاکستان ګلوبل ميډيم ټرم نوټ (جي ايم ټي اين) او  نړيوال سکوك پروګرام لپاره د ټاكلو نړيوالو بېنكونو کنسورشيم اعليٰ قيادت سره ورچوئل غونډه وكړه ٬ دا غونډه د حکومت او ټاكلے شوو مالياتي ادارو ترمېنځه د ستراتېژك  همكارۍ د رسمي پېل علامت ده ٬ د پاكستان حکومت ريکويسټ فار پروپوزلز (آر ايف پيز) كښې د ترسره شوي معيار او طريقه كار له مخې مسابقتي عمل بشپړولو سره  د يورو بانډز، نړيوال سکوك په پاکستاني روپۍ كښې د جاري كېدونكي امريكائي ډالر سيټلډ بانډز لپاره د نړيوالو بېنكونو د کنسورشيم انتخاب كړے دے٬ په منتخب کنسورشيم كښې يوروبانډز لپاره سټينډرډ چارټرډ بينك، سټي بېنك ، ډوئچے بينک اے جي، ايمريټس اين بي ډي کيپيټل او ايم يو ايف جي سکيورټيز ايشيا لميټډ شامل دي۔ نړيوال سکوك لپاره په کنسوشيم كښې سټينډرډ چارټرډ بېنك، دبئي اسلامک بينك پي جے ايس سي، سټي بېنك ، ايمريټس اين بي ډي کيپيټل او مشرق بېنک پي ايس سي ټاكلې شوې دي او په پاكستانۍ روپۍ كښې جاري امريکائي ډالر سيټلډ بانډز لپاره به په کنسورشيم كښې سټينډرډ چارټرډ بېنك، سټي بېنك او  ډوئچے بينک اے جي شامل وي

مزید خبریں