اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په ګلف كښې په اوسني تاٶ تريخوالي د زياتې اندیښنې څرګندونه كولو سره په ټولو ډلو زور راوړے چې ھغوي د تحمل سره د داسې اقدامات نه ډډه وكړي كوم چې په منطقه كښې د نور عدم استحكام سبب جوړېدے شي۔ وزيراعظم دا خبرې د اسلامي جمهوريه ايران داخله وزير داخله اسکندر مومني سره كولې چا چې دوي …
وزيراعظم په ګلف كښې په اوسني تاٶ تريخوالي د اندېښنې څرګندونه وكړه ٬ ټولې ډلې دې د تحمل سره د داسې اقدامات نه ډډه وكړي كوم چې په منطقه كښې د نور عدم استحكام سبب ګرځېدې شي۔ د وزيراعظم محمد شهباز شريف د ايران داخله وزير اسکندر مومني سره خبرې

مزید خبریں
اسلام آباد 21 جولائي (اے پي پي) وزيراعظم محمد شهباز شريف په ګلف كښې په اوسني تاٶ تريخوالي د زياتې اندیښنې څرګندونه كولو سره په ټولو ډلو زور راوړے چې ھغوي د تحمل سره د داسې اقدامات نه ډډه وكړي كوم چې په منطقه كښې د نور عدم استحكام سبب جوړېدے شي۔ وزيراعظم دا خبرې د اسلامي جمهوريه ايران داخله وزير داخله اسکندر مومني سره كولې چا چې دوي سره د نهې په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې ملاقات وكړو ۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري بيان له مخې په دې موقع نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق دار، داخله وزير سيد محسن رضا نقوي، د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير عطاء الله تارړ، د وزيراعظم سلاحكار ډاکټر سيد توقير شاه، وزير مملکت طلال چوهدري او اعليٰ سرکاري چارواكي هم موجود وو۔ وزيراعظم د جولائي په پېل كښې د تهران خپلې دورې تذكره وكړه چرته چې دوي د ارواښاد سپريم ليډر آيت الله سيد علي خامنه اي په جنازه كښې ګډون كړے ٶ، ده د سپريم ليډر آيت الله سيد مجتبيٰ حسيني خامنه اي او صدر ډاکټر مسعود پزشکيان لپاره د نيكو هيلو او احترام پېغام هم وركړو۔ شهباز شريف په ګلف كښې په اوسني تاٶ تريخوالي د زياتې اندیښنې څرګندوولو سره په ټولو ډلو زور راوړو چې ھغوي د تحمل څرګندونې كولو سره د داسې اقدامات نه ډډه وكړي كوم چې په منطقه كښې د نور عدم استحكام سبب جوړېدے شي۔۔ ده په دې خبره زور راوړو چې پاکستان به يو ديانتدار او د مخلص ثالث او سهولت کار په توګه خپل كردار روان ساتي٬ ده په منطقه كښې امن او استحکام لپاره د خپل قوي عزم پخلے وكړو۔ د ايران داخله وزير اسکندر مومني په اسلام آباد كښې د خپل پلاوي په تود هركلي د وزيراعظم مننه وكړه ۔ هغه د ايران قيادت لخوا وزيراعظم له د نيكو هيلو او خيرسګالي پيغام هم ورسولو۔ هغه ووئيل زه د دواړو هېوادونو ترمېنځه د دوه اړخيزه اړيكو لا قوي كولو لپاره د اعليٰ سرکاري چارواكو پشمول د پلاوي مشري كوم۔ د ايران داخله وزير د وزيراعظم محمد شهباز شريف، نائب وزيراعظم و خارجه وزير سينيټر محمد اسحاق ډار او د فيلډ مارشل سيد عاصم منير د ثالثۍ د هلو ځلو ستائنه وكړه د كومو په نتيجه كښې چې د اسلام آباد مفاهمتي يادداښت لاس ليك شوے ٶ۔ هغه د ارواښاد سپريم ليډر آيت الله سيد علي خامنه اي په جنازه كښې ګډون لپاره د وزيراعظم د تهران په دوره هم مننه وكړه










