اسلام آباد 21 جولائی(اے پی پی)د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه سره د پرمختيائي چارو لپاره د برتانيې د فارن٬كامن ويلتھ اينډ ډوېلپمنټ آفس ډائرېكټر سام والډاك د نهې په ورځ ملاقات وكړو چې پكښې په دوه اړخيزه مرسته ٬روان پرمختيائي اقدامات او په پاكستان كښې په اصلاحاتي تګلاره د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د اقتصادي چارو ډويژن لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې د ملاقات په …
د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه سره د پرمختيائي چارو لپاره د برتانيې د فارن٬كامن ويلتھ اينډ ډوېلپمنټ آفس ډائرېكټر سام والډاك ملاقات٬پرمختيائي شراكتدارۍ قوي كولو او معاشي اصلاحات تندولو له د عزم پخلے

مزید خبریں
اسلام آباد 21 جولائی(اے پی پی)د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه سره د پرمختيائي چارو لپاره د برتانيې د فارن٬كامن ويلتھ اينډ ډوېلپمنټ آفس ډائرېكټر سام والډاك د نهې په ورځ ملاقات وكړو چې پكښې په دوه اړخيزه مرسته ٬روان پرمختيائي اقدامات او په پاكستان كښې په اصلاحاتي تګلاره د خيالاتو څرګندونه وشوه ۔ د اقتصادي چارو ډويژن لخوا جاري شوي پرېس ريليز له مخې د ملاقات په مهال وفاقي وزير ټيرف پالېسۍ كښې د اصلاحات څانګو په اړه د جامع پالېسو پشمول موبائل پالېسي٬صنعتي پالېسي او معاشي مسابقت زياتولو او تل پاتې نمو ته ودې وركولو بشمول نورو اقداماتو له د حكومت د هڅو خاكه وړاندې كړه ۔سام والډاك د ټيرف پالېسۍ په اصلاحات د حكومتي هڅو هركلے وكړو او بيلو څانګو كښې اصلاحاتي تګلاره يې وستائېله۔هغه دې مهمو څانګو كښې د روانې مرستې د لارې د پاكستان پرمختيائي ترجيحات ملاتړ لپاره د برتانيې پرله پسې عزم پخلے وكړو ۔د اقتصادي چارو وفاقي وزير احد چيمه اسټريټجك انيشيټو يونټ(ايس آئي يو)لپاره د ايف سي ډي او قيمتي مرسته وستائېله كومه چې د كوټلي ډيليورۍ ميكانزم د لارې د پالېسو نفاذ قوي كوي۔هغه د اداره جاتي اصلاحات مخ په وړاندې بوتللو كښې د ګورننس ريفارمز يونټ په مرسته هم د ايف سي ډي او مننه وكړه۔سام والډاك پاور او دپېټروليم په څانګو كښې د حكومت اصلاحاتي اقدامات ستائنه وكړه او د څانګو كاركردګۍ٬سپيځلتيا او تل پاتې پرمختګ ښه والي لپاره يې د شوو اقداماتو اعتراف وكړو۔سام والډاك دا باور څرګند كړو چې پاكستان او برتانيه به خپل شريك پرمختيائي اهداف مخ په وړاندې بوتللو لپاره په ګډه كار روان ساتي۔د اقتصادي چارو وزير احمد چيمه د پاكستان پرمختګ او اصلاحاتي ايجنډې لپاره د برتانيې د اوږد مهاله شراكتدارۍ او پرله پسې مرستې مننه وكړه۔











