د قانون او انصاف وزير مملكت بيرسټر عقيل ملك د آذربائيجان انصاف وزير فريد احمدوف سره ملاقات٬انصاف او عدالتي اصلاحاتي  له دوه اړخيزه مرستې ته لا وده وركولو لپاره د عزم پخلے

  اسلام آباد/باكو 21 جولائی(اے پی پی)پاكستان او آذربائيجان د قانون٬انصاف او عدالتي اصلاحات په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا ودې وركولو لپاره د عزم پخلے كړے دے۔ وياند له مخې دا اتفاق  باكو كښې د پاكستان د قانون او انصاف وزير مملكت بيرسټر عقيل ملك او د آذربائيجان د انصاف وزير فريد احمدوف وياند سره ملاقات كښې راغلے۔ملاقات د پاكستان او آذربائيجان  انصاف وزارت ترمينځه  د ترسره …

 

اسلام آباد/باكو 21 جولائی(اے پی پی)پاكستان او آذربائيجان د قانون٬انصاف او عدالتي اصلاحات په څانګو كښې دوه اړخيزه مرستې ته لا ودې وركولو لپاره د عزم پخلے كړے دے۔ وياند له مخې دا اتفاق  باكو كښې د پاكستان د قانون او انصاف وزير مملكت بيرسټر عقيل ملك او د آذربائيجان د انصاف وزير فريد احمدوف وياند سره ملاقات كښې راغلے۔ملاقات د پاكستان او آذربائيجان  انصاف وزارت ترمينځه  د ترسره شوو مفاهمتي يادښتونو له مخې باكو كښې د روان”دي جوډيشل كرافټ”ايګزيكټو جوډيشل ټريننګ پروګرام په موقع شوے ۔ د  پاكستان پلاوي كښې آذربائيجان كښې د پاكستان سفير قاسم محي الدين٬د قانون او انصاف وزارت سينئر كنسلټنټ او انټرنېشنل ميډي ايشن اينډ آربيټريشن سينټر(آئي ميك)پراجيكټ ډائرېكټر عائشه رسول او آئي ميك رجسټرار احسان الله خان شامل وو او د آذربائيجان لخوا د انصاف وزارت د نړيوالې مرستې ډائرېكټر جنرل عادل ابيلوف او جسټس اكيډمي ريكټر روشن اسماعيلوف پشمول اعلٰی چارواكو ګډون كولو۔د آذربائيجان د انصاف وزير فريد احمدوف پاكستاني پلاوي هركلي كولو سره د دواړو هېوادونو ترمينځه تاريخي د ورورولۍ او قوي  تزويراتي اړيكې وستائېلې۔بيرسټر عقيل ملك د قانون او انصاف وفاقي وزير سينيټر اعظم نذير تارړ نيكو هيلو پیغام رسولو سره ووئېل  پاكستان د دواړو هېوادونو ترمينځه شراكتداري په يوه عملي مرسته  بدلولو لپاره عزم لري كومې څخه چې  به د دواړو هېوادونو ادارو ته تر ډېرې مودې مرسته ترلاسه وي۔ملاقات كښې په مفاهمتي يادښت  د شوي پیشرفت جاج اخستلو سره په دې خبره د اطمينان څرګندونه وشوه چې مرستې د يو فريم ورك محدود  پاتي  نه ده نه بلكې عملي شكل يې اختيار كړے دے۔په دې لړ كښې اسلام آباد كښې ایډوانسډ ټریټی پریکټس: فرام سګنیچر ټو ډومیسټك لا پروګرام او باکو كښې دی جوډیشل کرافټ تربیتی پروګرام كول هم يو مهم پېشرفت وګرځولے شو ۔دواړو وزيرانو عدالتي تعليم٬اداره جاتي د كار استعداد٬قانوني تحقيق٬قانون سازي٬د انصاف نظام كښې د ډيجيټل بدلون٬ثالثۍ او مصالحت پشان متبادل تنازعاتي حل په وده مرستې زياتولو ته هم اتفاق وكړو ۔دواړو هېوادونو د دې عزم پخلے وكړو چې په مفاهمتي يادښت باقاعده اداره جاتي روابطو ٬شريكو پروګرامونو او اعلٰی كچې تبادلو د لارې به عملدرآمد روان ساتلې شي دغسې چې د قانون واكمني مضبوطه وي٬پيشه وره صلاحيتونو زيات وي او جديد٬موثر او اولس دوسته  د انصاف نظام رامخې ته كولو له مرسته ترلاسه شي۔

مزید خبریں